کابل (پژواک، ١٣ چنګاښ ٩٧): له افغان چارواکو سره تر ليدنو کتنو وروسته امريکايي استازي د پاکستان د پوځ له مشر سره پر افغان سولې خبرې کړې دي.
د سوېلي او مرکزي اسيا لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستياله ايلس ويلز دوه ورځې مخکې کابل ته راغلې وه، هغې له ولسمشر اشرف غني، اجرائيه رييس، د سولې عالي شورا له مشر، د بهرنيو چارو له وزير او د ملي امنيت شورا له سلاکار سره ليدنې وکړې.
نوموړې وړمه ورځ ناوخته د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته ولاړه او پرون يې د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت له مسوولينو او د پوځ له مشر جنرال جاوېد قمر باجوه سره يې پر افغان سولې خبرې کړې دي.
په پاکستان کې د امريکا سفارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې د هغې له خولې راغلي چې پاکستان په افغانستان کې د روان جنګ په سوله ییز هواري کې رول لوبولی شي.
سرچينې زياته کړې، مېرمن ویلز دغه راز په پاکستان کې دننه د ټولو ترهګرو ډلو په ختمولو کې د پاکستان د ژمنې او تعهد په اړه هم له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړې دي.
نوموړې اسلام اباد ته تر سفر مخکې په کابل کې ویلي وو چې د سولې د مذاکراتو لپاره تر ټولو لوی خنډ هغه طالبان دي چې له افغانستانه د باندې اوسېږي.
بلخوا د پاکستان د پوځ له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ليدنه کې د دواړو هېوادونو پر اړيکو د افغانستان پر سولې او امنيت هم خبرې شوې دي.
افغان او امریکايي چارواکي پاکستان تورنوي چې په خپلې خاوره کې یې د طالب مشرانو ته پناه ورکړې او جګړه مارانو ته یې د روزنې مرکزونه او نور امکانات برابر کړي او بیا یې د جنګ لپاره افغانستان ته استوي. خو پاکستان دغه تورونه نه مني.
login or register a new account.