لښکرګاه(پژواک،١٤چنګاښ٩٧): د هلمند دولتي چارواکي وايي چې هره ورځ له دې ولايت څخه سلګونه ټنه د روخام ډبرې په ناقانونه ډول استخراجيږي او بيا پاکستان ته قاچاق کيږي.
د هلمند د ولايتي شورا رييس عطاء الله افغان د چنګاښ په ١٤مه خبريالانو ته وويل چې اړوند چارواکي په دې نه دي توانيدلي، ترڅو په خانشين ولسوالۍ کې د روخام ډبرو د غيرقانوني استخراج مخه ونيسي.
ده وويل چې دغه ډبرې د يو شمېر حکومتي چارواکو په همکارۍ د قاچاقبرانو له خوا ايستل کېږي او بيا د پروسس لپاره پاکستان ته انتقالېږي.
هغه زياته کړه: (( که حکومت د دې قاچاق مخه ونيسي او په خپله په کې کار وکړي، نو د روخام دغه معدن به د افغانستان د ټول پوځ لګښت برابر کړي.))
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د روخام په کان کې د قرارداديانو په نوم قاچاقبران کار کوي.
دغه راز په لښکرګاه کې د حجارۍ او نجارۍ فابريکې رييس محمد لعل کارګر پژواک ته وويل چې د روخام ډبرې د غير فني استخراج له امله هر ورځ حکومت ميليونونه افغانۍ زيان کوي، خو برعکس پاکستان او قاچاقبران بيا ګټې ترې ترلاسه کوي.
د هغه په وينا، د روخام ډبرې هر ټن دا مهال له زرو تر درېيو زرو امريکايي ډالرو پورې په بازار کې پلور کيږي.
ده وويل: (( له زرو موټرو څخه که يو موټر يې لښکرګاه او بيا نورو ولايتونو ته لاړ شي، پاتې نور يې ټول پاکستان ته قاچاق کېږي.))
نوموړي وړانديز وکړ چې د روخام ډبرې کان بايد په قرارداد ورنه کړل شي، ځکه هلته امنيتي ستونزې ډېرې دي او کنټرول يې ممکن نه دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن