پلخمري-لښکرګاه (پژواک،٢٤چنګاښ٩٧): په بغلان کې د څښاک اوبو رسولو د دوو پروژو چارې پيل شوې او د هلمند د ملي راډيو تلوېزيون ودانۍ جوړه شوه.
د بغلان د کلیو پراختیا ريیس اول خان احمدزي د چنګاښ په ۲۴ مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ولسي تړون پروګرام له مخې د پلحصار ولسوالۍ په اولنګ او میر هزارخېلو کلیو کې څښاک اوبو ته د لاسرسي د دوو پروژو کار پیل شو.
ده زياته کړه، د دې پروژوې په بشپړېدو سره به هغو سلګونو کورنيو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي چې تر دې وړاندې يې نه درلودې.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، پر دغو پروژو به شاوخوا دوه ميليونه افغانۍ ولګول شي.
دغه راز د پلحصار ولسوال فیض محمد امیري د يادو پروژو پر پيل خوښي څرګنده کړه او له خلکو يې وغوښتل چې د پروژو په ساتنه کې مرسته وکړي.
ده وویل: ((که د سیمې اوسېدونکي له دولت سره د ټولګټو پروژو په تطبیق کې همکار واوسي، مسوولین به اړ شي چې نورې پروژې هم پلې کړي.))
دغه راز د میر هزارخېلو کلي اوسېدونکي عبدالله پژواک ته وويل: ((زموږ په کلي کې هیڅوک هم د پاکو اوبو څاه نه لري او اوبه له ویالو څخه را اخلو چې ډېری وخت د نس ناستې په ناروغۍ اخته کېږو، اوس چې د پاکو اوبو څاګانو د اېستلو کار پیل شو، خوښ يو.))
دوه میاشتې وړاندې هم د کلیو د پراختیا ریاست د ولسي تړون پروګرام له مخې، د پلحصار ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې د څښاک اوبو ۱۱ ژورې څاګانې وکېندل شوې.
د يوه بل خبر له مخې، د هلمند ولايت د ملي راډيو تلوېزيون ودانۍ تر جوړېدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د دې ودانۍ د پرانيستې په مراسمو کې د هېواد د ملي راډيو تلوېزيون عمومي رييس زرين انځور وويل چې دغه ودانۍ د ١٦،٧ ميليونه افغانيو په لګښت جوړه شوې ده.
ده زياته کړه، دغه ودانۍ د يو کال په موده کې جوړه شوې او تر دې وړاندې د هلمند ملي راډيو تلوېزيون معياري ځاى نه درلود.
د نوموړي په وينا، ډېر ژر به د هلمند ملي راډيو تلوېزيون د پرسونل ترڅنګ تخنيکي ستونزې هم هوارې کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن