جلال اباد (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۹۷): د ننګرهار چارواکي وايي چې د دغه ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسله والو يوه ښوونځي ته اور اچولی او ځيني وسايل يې سوځېدلي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د چنګاښ په ۲۸مه پژواک ته وويل چې د خوږياڼو ولسوالۍ د چمتلې د نجونې لېسې ته تېره شپه نا معلومو کسانو اور اچولی دی.
هغه زياته کړه چې امنيتي مسوولين پر وخت د پېښې ځای ته رسېدلي اور يې مهار کړی او د زيان مخه يې نيولې.
بلخوا د خوږياڼو ولسوال شمس الحق ويلي چې د لېسې ودانۍ او خونې ژغورل شوې، يواځې دوه خېمې چې په کې پنځه فرشونه وو، سوځېدلې دي.
نوموړي وويل چې له پېښې سره د تړاو په تور د يادې لېسې چوکيداران نيول شوي او پوښتنې ترې روانې دي.
بلخوا د ننګرهار د پوهنې رياست وياند محمد اصف شينواري پژواک ته وويل چې په ښوونځي کې د اور لګېدو پر مهال دوه خېمې، نهه پلاستيکي فرشونه او يوه غالۍ سوځېدلي خو نور زيان نه لري.
په دې وروستيو کې د ننګرهار په لرو پرتو سيمو کې د ښوونځيو سوځولو پېښې ډېرې شوې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن