کابل (پژواک، ٢٩ چنګاښ ٩٧) د جماعة الدعوه مرستيال حاجي روح الله وکيل وايي، چې په افغان سوله کې د سعودي عربستان رول ډېر مهم دى .
نوموړي پژواک اژانس سره په يوه مرکه کې د افغانستان له حکومت څخه وغوښتل، چې په سعودي عربستان کې د افغانستان د سولې په اړه د علماوو د ګډ کنفرانس له پرېکړو څخه اعظمي استفاده وکړي.
هغه له وسله والو مخالفينو هم وغوښتل، چې د سولې له دې فرصت څخه په استفادې سره دعلماوو غوښتنو ته مثبت ځواب وايي.
وکيل وويل، چې سعودي عربستان تل د اسلامي نړۍ په قضاياوو کې مهم رول لوبولى دى او د افغانستان د سولې په قضيه کې يې رول دقدر او ستاينې وړ دى.
د نوموړي په وينا، افغانان او د اسلامي نړۍ ټول مسلمانان سعودي ته ډېر درناوى لري او په دې مهم پړاو کې د افغان سولې سره د سعودي همکاري ډېر ارزښت لري.
د يادونې وړ ده، چې څو ورځې مخکې په سعودي عربستان کې د شاوخوا ٣٠ هېوادونو لسګونو ديني عالمانو د افغانستان د سولې په اړه غونډه کړې وه او روانه جګړه يې حرامه بللې وه.
دغه راز علماوو د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتي وو، چې د سولې خبرې پيل کړي.