ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کومانډو ځواکونو کاپيسا کې د طالبانو والي او ولسوال وژلي

کومانډو ځواکونو کاپيسا کې د طالبانو والي او ولسوال وژلي

author avatar
23 Jul 2018 - 09:33
کومانډو ځواکونو کاپيسا کې د طالبانو والي او ولسوال وژلي
author avatar
23 Jul 2018 - 09:33

محمود راقي (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ٩٧): د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې د کومانډو ځواکونو په عملياتو کې د وسله والو طالبانو له خوا ټاکل شوى والي او ولسوال وژل شوي دي.

ددې ولايت امنیتي چارواکي وايي چې له پرون سهار راهیسې د تګاب د بدراب په سيمه کې کومانډو ځواکونو عملیات پيل کړي  وو او تر نن سهاره يې دوام درلود.

د تګاب ولسوالۍ امنيه قوماندان محمد نعيم ساپي د زمري په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د طالبانو والي مولوي نسيم مشفق او د تګاب ولسوال قاري احسان الله  د بدراب په سيمه کې غونډه درلوده چې کومانډو ځواکونو سيمه کلابنده کړه.

هغه زياته کړه، پر دوى له پرون راهيسې عمليات پيل شوي وو چې په ترڅ کې يې هوايي بريدونه هم وشول.

د ساپي په وينا،په دغو عملياتو کې د وسله والو طالبانو والي او ولسوال له  شپږو  ساتونکو سره وژل شوي او شپږ نور وسله وال د دو قوماندانانو په ګډون ټپیان شوي دي .

د ولسوالۍ امنيه قوماندان وايي چې په نښته کې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او تر اوسه د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې راپور ورته نه دى ورکړل شوى.

دى وايي چې په دغو عملياتو کې بهرنيو ځواکونو هم له افغان ځواکونو سره مرسته کړې ده.

د شېر الله په نوم د سيمې يو  تن اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل چې هلته سخته جګړه شوې   او ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو نوموړي په دې اړه کره معلومات نه درلودل.

د کاپيسا امنيتي سرچينې وايي چې د طالبانو وژل شوى والي د پروان ولايت اوسېدونکى و  او د تګاب لپاره د وسله والو ولسوال د همدې ولسوالۍ اوسېدونکى و.

وسله والو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.