ژبه

امريکايي جنرال : له اور بند سره د افغان سولې لپاره هيلې زياتې شوې دي

کابل (پژواک،د زمري لومړۍ نېټه ٩٧) : د امريکا د وسله والو ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ جنرال جوزېف ووټل وايي چې په افغانستان کې له تېر اوربند سره د سولې لپاره د ټولو خواوو هيلې زياتې شوې دي.

د امريکا د وسله والو ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ جنرال جوزېف ووټل دغه څرګندونې د زمري په لومړۍ نېټه، افغانستان ته د سفر پر مهال په کابل کې د ناټو او امريکايي ځواکونو په مرکزي قوماندانۍ کې د جنرال نېکولسن سره په يوه ګډه خبري غونډه کې وکړې.

هغه وويل چې په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو د هڅو او هلو ځلو له امله په بېلا بېلو برخو کې پرمختګونه شوي، خو نور ډېر کارونه پاتې دي چې بايد ترسره شي.

نوموړي زياته کړه، افغان امنيتي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي، خو دوى نورې روزنې ، همکارۍ او وخت ته اړتيا لري، څو له طالبانو او داعش ډلې سره سمه مقابله وکړي.

جنرال ووټل د سوېلي اسيا په اړه د امريکا د ولسمشر ستراتېژي بريالۍ وبلله او ويې ويل چې په ښه توګه د پرمختګ په حال کې ده.

د هغه په وينا، د همدې ستراتېژۍ له مخې، ولسمشر اشرف غني وکولى شول چې په تېر اختر کې له وسله والو طالبانو سره يو اړخيزه اوربند وکړي .

ده زياته کړه : (( که څه هم دا لنډمهاله اوربند و، خو ټولو خواوو ورته درناوى وکړ او د سرغړونو ډېر کم راپورونه ورکړل شوي وو.))

د هغه په وينا، دغه اوربند په افغانستان کې د سولې لپاره د خلکو هيلې نورې هم زياتې کړې دي، نه يواځې د خلکو له خوا بلکې په دې جګړه کې د ښکېلو جنګياليو له خوايې هم  هرکلى وشو.

جنرال ووټل وايي، ددې ترڅنګ پوځي فشارونه هم ددې لامل کېداى شي چې د سياسي جوړ جاړي لاره هواره کړي.

دغه امريکايي جنرال وويل چې دفشار په نورو برخو کې د وسله والو طالبانو د عايداتو پر سرچينو چې له نشه يي توکو څخه دي، هوايي بريدونه وشول .

هغه زياتوي چې د افغانستان د ملي دفاع وزارت شپږ واړه قول اردوګانې په يرغليز حالت کې دي، په تېر پسرلي کې يې په يو وخت کې په ١٣ ولايتونو کې يرغليز عمليات ترسره کول.

جنرال ووټل د افغانستان راتلونکو د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنو ته په اشارې سره وويل چې له ننګونو سره سره بيا هم نږدې نهه ميليونه رايه ورکوونکو نوم ليکنه کړې چې د ټولو رايه ورکوونکو ٧٠ سلنه جوړوي.

login or register a new account.