کابل (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ٩٧) : داماراتو په ابو ظبۍ ښار کې د افغانستان، امريکا، سعودي او متحده عربي اماراتو د ملي امنيت د سلاکارانو غونډه جوړېږي.
د افغانستان د ملي شورا وياند او د ستراتcژيکو اړيکو رييس قادر شاه د زمري په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر په ياده غونډه کې د ګډون په موخه نن د اماراتو پلازمېنې ابو ظبۍ ښار ته رسېدلى دى.
هغه زياته کړه، عربي متحده اماراتو ته د ملي امنيت سلاکار د سفر موخه د افغانستان، امريکا متحده ایالاتو، سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو د ملي امنیت شورا د لوړ پوړو پلاوو په څلور اړخیزه ناسته کې ګډون دی.
قادر شاه وايي، دغه ډول ناسته د لومړي ځل لپاره د روان زېږديز کال په مارچ مياشت کې په واشنګټن کې جوړه شوې وه، چې په کې د يادو څلورو هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو برخه اخيستې وه.
د نوموړي په وينا، په عربي متحده اماراتو کې د دې ناستې موخه دا ده، ترڅو د څلورو هېوادونو ترمنځ د سولې بهیر د پیاوړتیا، له ترهګرۍ سره د مبارزې او سیمه ییزو همکاريو په موخه د عمل پلان نهايي او تاييد شي.
ټاکل شوي، سبا ورځ د یادو څلورو هېوادونو د لوړ پوړو پلاوو ناسته او بحثونه پیل شي، تمه کیږي د ناستې ګډونوال د سولې، له ترهګرۍ سره د مبارزې او سیمه ییزو همکاریو په موخه د عمل ګډ پلان پر وروستي کېدو هوکړې ته ورسېږي.
login or register a new account.