ژبه

د پاکستان پارلماني ټاکنې د عمران خان ګوند وګټلې

کابل (پژواک، ٤ زمرى ٩٧): د پاکستان پارلماني ټاکنې د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف سياسي ګوند ګټلې او په مرکز کې به حکومت جوړوي.

پرون په ټول پاکستان کې د ولسي جرګې (قومي اسمبلۍ) د ٢٧٢ عمومي څوکيو او ولايتي شوراګانو (ايالتي اسامبلۍ) لپاره ټاکنې ترسره شوې چې په کې د ګڼ شمېر سياسي ګوندونو د کانديدانو تر څنګ سلګونو خپلواکو کانديدانو هم برخه اخيستې وه.

د پاکستاني رسنيو د معلوماتو له مخې، تر اوسه د غير رسمي پايلو له مخې، د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف ګوند ١١٥ څوکۍ، د پخواني صدراعظم نوازشريف ګوند ٦٢ او د پخواني ولسمشر اصف زرداري د پيپل ګوند ٣٥ څوکۍ ګټلې دي.

دغه راز د مذهبي ګوندونو اتحاد (اېم اېم اى) ٨، اېم کيو اېم ٦ او ځينو نورو وړو ګوندونو او خپلواکو کانديدانو هم د ولسي جرګې څوکۍ ګټلې دي.

دغه راز د عمران خان ګوند په خيبر پښتونخوا کې هم اکثريت ترلاسه کړى، خو په پنجاب کې يې د نوازشريف ګوند اکثريت ترلاسه کړى دى.

په دې ټاکنو کې ګن شمېر سياسي څېرو خپلې څوکۍ بايللې دي چې په کې د جمعيت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمن، د جماعت اسلامي اسفنديار ولي خان، د نېشنل عوامي ګوند اسفنديار ولي خان او د پخواني صدراعظم نوازشريف د کابينې يو شمېر وزيران شامل دي.

د پاکستاني رسنيو د معلوماتو له مخې، عمران به له يو شمېر نورو وړو ګوندونو او خپلواکو نوماندانو سره په ګډه ايتلافي حکومت جوړوي.

د پاکستان پر ټاکنو په دغه هېواد کې دننه او له هېواده بهر په نړيواله کچه نيوکه کېده چې د پوځ له خوا د عمران خان د ګوند ملاتړ کېږي او د هغوى په ملاتړ يې ټاکنې ګټلې دي.

عمران خان به د پاکستان راتلونکى لومړى وزير وي، خو دا به کتل کېږي چې دى به څومره په خپله نوې دنده کې بريالى وي.

د سياسي چارو کارپوه حسن حقيار وايي، د عمران خان ګوند ډېرى مهم غړي فکري نه دي او د پوځ د فشارونو لا مله د نوازشريف د مسلم ليګ او د زرداري د پيپل ګوند څخه جلا او له عمران خان سره يو ځاى شوي دي.

هغه په وينا، کېداى شي د وزارتونو او نورو لوړو څوکو پر سر د دوى تر منځ قوي اختلافات رامنځته شي.

login or register a new account.

ورته موضوع