ژبه

د افغانستان پر ځینو مسایلو درې اړخیزه غونډه وشوه

کابل (پژواک، ٨ زمرى ٩٧): د افغانستان، چين او پاکستان تر منځ د سولې، امنيت او اقتصادي پرمختګونو په اړه غونډه وشوه.

دا غونډه چې تېره ورځ د چين په پلازمېنه بيجنګ کې جوړه شوې وه چې په کې د درې واړو هېوادونو استازو ګډون کړی و.

د غونډې يوه افغان ګډونوال او مدني فعال انتظار خادم د زمري په ٨ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې غونډه کې له درېو واړو هېوادونو د سولې فعالان، د پوهنتون استادان، علمي اشخاص او د حکومتي استازو برخه اخيستې وه.

هغه زياته کړه چې په دې غونډه کې ګډونوالو درې واړو هېوادونو ته د ممکنه ګواښونو او رامنځته شوو فرصتونو باندې خبرې وکړې.

خادم وايي چې دغه راز په دې غونډه کې وسله والو طالبانو پر سولې، د افغانستان امنيت او اقتصادي پروژو د تمويل په اړه هم په تفصيل سره بحثونه وشول.

د هغه په وينا، د بې کارۍ له منځه وړل، اقتصادي پياوړتيا، له امريکا سره يو داسې تفاهم او چارچوب ته رسېدل چې په هدفونه يې ګډ وي، هم د بحثونو له موضوعاتو څخه وو.

دغه افغان ګډونوال وايي چې په دې غونډه کې ددرې واړو هېوادونو د استازو خبرې د پخوا په پرتله بدلې و، د همکاريو روحيه قوي وه او ټولو ژمنې وکړې، چې  د خبرو پر ځاى به په عمل کې اقدامات کوي.

هغه زياته کړه، چينايي استازو ويل، چې دافغانستان سولې او پرمختګ د چين او ګاونډيو په ګټه دى، بايد په دې برخه کې په ګډه کار وشي.