کابل (پژواک، ٨ زمرى ٩٧): د صندوقلي او مزارشریف د نفتي بلاکونو د موندنې او تولید د وېش قرارداد د تعدیل توافقنامه لاسلیک شوه.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې کانونو وزارت او کنسرسیوم افغان – تاجک د صندوقلي او مزارشریف د نفتي بلاکونو اکتشافي او د تولید د وېش قرارداد د تعدیل توافقنامه نن ماسپښین د ځمکو، اوبو او چاپیریال ساتنې عالي شورا په پای کې لاسلیک کړه.
سرچينه کاږي، د دې توافقنامې مطابق کنسرسیوم په دوو کلونو کې ۶۰ میلیون ډالر پانګونې، په ۲۰ میلیون ډالر پانګونه د قرارداد په ساحو کې له ۱۰۳۰ څخه تر ۱۲۰۰ کیلو متر اوږدې سایزمیکي سروې کولو او په ۴۰ میلیون ډالر پانګونې ۵۵۰۰ متره د ژورې اکتشافي څاه کېندنې ته ژمن دی.
سرچينه زياتوي، یاده پروژه به له ۴۰۰ څخه زیاتو کسانو ته کاري فرصتونه برابر او د دولت عواید لوړ کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن