کابل (پژواک، ١٨ زمرى ٩٧): په شمالي ولايت کې افغان ځواکونو ته تسليم شوي داعش وسله وال جنګي بنديان دي.
د داعش د يو شمېر قوماندانانو په ګډون د هغوى څه باندې ٢٠٠ غړي څو ورځې مخکې د جوزجان ولايت په درزاب ولسوالۍ کې افغان ځواکونو ته تسليم شوي وو چې بيا په يوه چورلکه کې د ولايت مرکز ته ولېږدول شول.
د امريکا د پوځ يو جګپوړی قوماندان وايي چې د افغانستان دولت له يادو داعشي وسله والو سره د جنګي بنديانو په څېر چلند کوي.
د امريکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزېف ووټل چې څو ورځې مخکې يې کابل ته سفر هم کړى و، په امريکا کې خبريالانو ته ويلي وو چې په دې اړه افغان حکومت ورته ډاډ ورکړى چې هغوى به محاکمه کېږي.
د هغه په وينا، افغان حکومت له يادو بنديانو په بېلابېلو سيمو کې پلټنې پيل کړې دي.
جنرال ووټل دغه راز ويلي چې د افغانستان حکومت امریکایي ځواکونو ته اجازه ورکوي چې له تسلیم شوو داعش وسله والو سره وګوري او په تحقیقاتو کې همکاري وکړي.
د افغانستان امنيتي سرچينې وايي چې په تسليم شوو داعش وسله والو کې يې ٣٧ قوماندانان او سروګروپان، شاوخوا ٧٣ يې عادي وسله وال، تر ٤٠ پورې تنکي ځوانان او يو شمېر نور ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.
يادې سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې دوى د نظامي فشار له امله دولتي ځواکونو ته تسليم شول او بيا د جوزجان ولايت په مرکز شبرغان کې په داسې يو ځاى کې وساتل شول چې د زندان بڼه يې لرله.
يادې لوړپوړې سرچينې وويل چې له دوى سره هېڅکله د مېلمه په توګه چلند نه دى شوى، بلکې هغوى جنګي بنديان دي او حتماً به محاکمه کېږي.
داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.