کابل (پژواک، ٢٣ زمرى ٩٧): په کابل کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو اداره وايي چې د غزني ښار په جګړه کې تر ١٥٠ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
وسله والو طالبانو د تېرې جمعې په شپه له څلورو خواوو څخه پر غزني ښار ډله ييز بريدونه وکړل او د ښار ډېرى سيمې يې ونيولې.
پرون د کورنيو چارو او د ملي دفاع وزيرانو په ګډه خبري غونډه کې وويل چې د غزني په ښار کې جګړه کمه شوې او وسله وال د ښار له يو شمېر برخو ايستل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو اداره (اوچا) وايي چې د جګړې له امله په ښار کې بشري ناورين رامنځته شوى دى.
سرچينې زياته کړې چې هلته خلک د اوبو او نورو خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي؛ ځکه چې برېښنا نشته، مخابراتي شبکو فعاليتونه بند کړي او ګڼ شمېر ادارې سوځول شوې دي.
يادې نړيوالې ادارې ويلي چې د وسله والو طالبانو له خوا د لويو لارو بندولو او ماينونو ځاى پر ځاى کولو له امله خلک نه شي کولى چې خوندي سيمو ته ځانونه ورسوي.
د اوچا ادارې د معلوماتو له مخې، تر اوسه د غزني ښار په جګړه کې له ١١٠ څخه تر ١٥٠ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده خو وايي چې دا شمېره بايد نوره هم دقيقه شي.
سرچينې زياته کړې چې د ځينو ټپيانو لومړنۍ درملنه همالته شوې، خو ٢٠ تنه چې سخت ټپيان وو، د يوې موسسې له خوا کابل ته لېږدول شوي دي.
پرون د ملي دفاع وزير وويل چې د غزني په جګړه کې تر ٣٠ پورې ملکي وګړي وژل شوي، خو د ټپيانو په اړه يې څه ونه ويل.
دغه راز هغه زياته کړه چې په جګړه کې نږدې ٢٠٠ وسله وال طالبان وژل شوي او ١٤٠ نور ټپيان دي، دغه راز د ١٠٠ سرتېرو د وژل کېدو خبر يې هم ورکړ.
د ملګرو ملتونو دغې ادارې ويلي چې د ملکي روغتون وضعيت هم ښه نه دى، ډېر زيات مړي او ټپيان ورته راوړل شوي او له ستونزو سره مخ دي.
سرچينې ويلي چې په روغتون کې تېل خلاص شوي وو چې له امله يې جنراتورونو هم کار پرېيښى و، خو پرون يوې موسسې ورسره د تېلو مرسته کړې چې له امله به يې درې څلورو ورځو پورې جنراتورونه فعاليت وکړي.
login or register a new account.