ژبه

وسله والو طالبانو له سره صليب سره امنيتي همکاري لغوه اعلان کړه

کابل (پژواک، ٢٤ زمرى ٩٧): وسله والو طالبانو له خپلو بنديانو سره د نه همکارۍ له امله له نړيوال سره صليب سره امنيتي همکاري لغوه اعلان کړه.

طالبانو دغه اقدام وروسته له هغه اخیستی چې له څو ورځو راهيسې د کابل د څرخي پله زندان سلګونو بنديانو د نه خوړو اعتصاب کړى دى.

د طالبانو له خوا د زمري په ٢٤مه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، سور صليب په افغانستان کې د خپلو فعاليتونو اصلي محور د جګړې له زيانمن شوو سره مرسته او د هغوی له بشري حقونو دفاع بولي.

سرچينې زياته کړې چې له دغو حقونو يې يو هم د افغانستان په زندانونو کې د زرګونو بنديانو د لومړنيو انساني او حقوقي ارزښتونو ساتنه ده.

خو د طالبانو په دې خبرپاڼه کې راغلي چې له بده مرغه سور صليب په افغانستان کې ترلاسه شوې نړيوالې مرستې په داسې چارو لګوي چې هغه تر ډېره د دوی له محوري او اصلي خدماتو سره اړخ نه لګوي او هغو اصلي ستونزو او لازمي خدماتو ته چې دوی يې خپل رسمي مسووليت بولي، پاملرنه نه کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د سور صليب د بې پروايۍ تر ټولو روښانه نمونه په څرخي زندان کې د زرګونو بنديانو اعتصاب ته هېڅ ډول عکس العمل نه ښودل دي.

طالبانو ادعا کړې ده چې د اعتصاب په لسو ورځو کې سلګونه بنديان د کوما حالت ته رسېدلي او ژوند يې له جدي خطر سره مخ شوی، خو سره صليب د بنديانو د ستونزو په اړه هېڅ ډول صحي او حقوقي اقدام نه دی کړی.

په خبرپاڼه کې راغلي: ((د افغانستان اسلامي امارت هغه امنيتي تعهد چې سور صليب ته يې په افغانستان کې د دوی د فعاليتونو لپاره ورکړی و، لغوه اعلانوي.))

طالبانو ويلي، تر هغه چې دوی د خپلو فعاليتونو د سم ترسراوي په موخه له طالبانو سره تفاهم ته رسېږي، د دوی د سر او مال د ساتنې هيڅ ضمانت نه کوي.

په کابل کې د سور صليب نړيوالې ټولنې دفتر د طالبانو د دغه اعلان په اړه له څه ويلو ډډه وکړه.

 

login or register a new account.