مزار شريف (پژواک، ۲۴زمری ۹۷): په بلخ کې د يووالي او پراختيا موسسې مسوولين وايي چې د دغه ولايت د زياترو ولسواليو د لرې پرتو سيمو خلک لومړنيو روغتيايي اسانتياوو ته لاسرسی نه لري.
د يادې موسسې د مدني تعليماتو مسوولې جميلې حسام دغه څرګندونې د زمري په ۲۴مه، مزارشريف ښار کې د ښځو چارو او عامې روغتيا رياستونو د مسوولينو او د خلم، مارمل، بلخ او نهرشاهي ولسواليو د اوسېدونکو په ګډه ناسته کې وکړې.
هغې پژواک خبري اژانس ته وويل، د بلخ په نږدې ټولو ولسواليو کې يې له خلکو سره د بېلابېلو ناستو پر مهال موندلې، چې لا هم د دغو سيمو خلک لومړنيو روغتيايي خدماتو ته لاسرسی نه لري.
ده زياته کړه، د ډېری ولسواليو په لرې پرتو سيمو کې روغتيايي کلينيکونه نشته او خلک لا هم په کليوالي کچه د خپلو ناروغانو درمنله کوي، چې په وينا يې له ګټې زيان ډېر لري.
نوموړې وويل، د يادو څلورو ولسواليو په لرې پرتو سيمو کې د روغتيايي مرکزونو نشتوالي له امله ډېر زيان مېرمنو ته رسېږي.
د هغې په وينا، د يادې ستونزې د حل په خاطر يې د بلخ ولايت د ښځو چارو او عامې روغتيا رياستونو له مسوولينو سره د يادو ولسواليو د اوسېدونکو د مخامخ ليدو زمينه برابره کړه.
مېرمن حسام زياته کړه: ((په بلخ کې د کليو په کچه له عاجلو ناروغانو سره د لومړنيو مرستو زمينه نه ده برابره، په ډېری ځايونو کې خلک په اسانۍ سره درملو ته لاسرسی نه شي پيدا کولی او همداراز د ډېرو لرې پرتو د خرابو لارو له امله هم دغه ستونزه رامنځته شوې ده.))
په ورته وخت کې د څو ولسواليو اوسېدونکي هم شکايت کوي چې په سيمو کې يې روغتيايي مرکزونه يا کم دي او يا هم بېخي نشته.
د خلم ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالله چې په دغه پروګرام کې يې ګډون کړی و، پژواک ته يې وويل، لا يې هم په ولسوالۍ کې د صحي خدماتو نه شتون له امله خلک له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
هغه زياته کړه، د خلم ولسوالۍ په لرې پرتو سيمو کې په کافي اندازه روغتيايي مرکزونه نشته، چې د خلکو ستونزې ورسره حل شي.
نوموړي همداراز په دغې ولسوالۍ کې د مسلکي قابله ګانو نه شتون بله جدي ستونزه ياده کړه، چې خلک ورسره مخ دي.
د هغه په خبره، حکومت او په ځانګړي ډول د عامې روغتيا وزارت بايد د لرې پرتو سيمو اوسېدونکو ته د روغتيايي خدماتو په رسولو کې لازم اقدامات وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن