ژبه

افغانستان د کرکـټ په شل اووریزه کې ایرلینډ ته ماتې ورکړه

کابل (پژواک، ۳۰ زمری ۹۷) : افغانستان د کرکټ په لومړي شل اووریزه نړیواله لوبه کې کوربه هیوادایرلینډ ته ماتې ورکړه.

ایرلینډ ددې لوبې پچه وګټله او افغانستان ته یې لومړۍ دتوپوهنې بلنه ورکړه.

د باران له امله دا لوبه ۱۸ اورونو ته کمه شوې وه، افغانستان په ټاکل شویو ۱۸ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدلو ۱۶۰ منډې جوړې کړې، دافغانستان له لوري حضرت الله ځآځی ۷۴،اصغر ستانکزی ۳۱ او شهزاد محمدي ۲۹ منډې جوړې کړې.

د ایرلینډ لوبډلې یاد هدف ترلاسه نه شو کړای او په ۱۸ اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځیدلو سره ۱۴۴ منډې جوړې کړې.

د افغانستان له لوري راشدخان ۳، مجیب او افتاب  دوه دوه، فرید او نبي یو یو لوبغاړی وسوځولو.

login or register a new account.

ورته موضوع