کابل (پژواک، ٣ وږی ٩٧): ټاکل شوې سبا له سعودي عربستان څخه کابل ته د ۳۰زره افغان حاجیانو د لېږد بهیر پیل شي.
د حج او اوقافو وزارت ویاند او نشراتو رییس ناصرالدین دریځ پژواک خبري اژانس ته وویل، ټاکل شوې د افغان حاجیانو لومړۍ الوتنه سبا له غرمې وروسته له جدې څخه کابل ته پیل شي.
نوموړي وویل، افغان حاجیان به د راتلونکې یوې میاشتې په جریان کې له جدې او مدينې منورې څخه کابل، کندهار، مزارشریف او هرات ولایتونو ته د ۱۰۰ الوتنو په ترڅ کې انتقال شي.
د حج او اوقافو وزیر فیض محمد عثماني د حج د بریالي بهیر مبارکي ولسمشرۍ مقام، اجرائیه ریاست او د افغانستان د اسلامي جمهوریت نورو مقامونو، د بعثې مسوولانو او کارکوونکو، حاجیانو، ناظمینو، افغانانو، د حرمینو خدمت کوونکو او د نړۍ ټولو اسلامي هېوادونو ته ورکړه.
نوموړي حاجیانو ته د قبول شوي حج د هیله مندۍ تر څنګ د کوربه هېواد له زحمتونو او خدمتونو، د حج او اوقافو وزارت د مشرانو، کارکوونکو او د بعثې له کاروکوونکو څخه مننه وکړه.
عثماني زیاته کړې، د بعثې کارکوونکي او مسوولان دې د خدمتونو د کیفیت لوړېدو په برخه کې خپلې تجربې او معلومات زیات کړي او په اړونده برخه(ستونزې او وړاندیزونو) کې د خپل معلومات او لاسته راوړنې په لیکلې بڼه له حج او اوقافو وزارت سره شریک کړي چې په راتلونکي کې د تجربې په ډول ورڅخه استفاده وشي.
د عربي سرچینو د راپورونو له مخې، د سږ کال د حج فریضې ادا کولو په مراسمو کې د نړۍ له ۱۶۰ هېوادونو څخه د ۱۰ سلنه عربستاني حاجیانو په ګډون شاوخوا ۳ ميلیون حاجیانو ګډون درلود.
د عربستان د حج او عمرې د سرچینو د راپور پر اساس، د روان کال د حج مراسم له کومې جدي ستونزې پرته په بریالۍ توګه ترسره شول.
د سعودي د حج چارو ادارې د مسوولانو د رسمي خبرپاڼې له مخې، د سږ کال د حج په مراسمو کې پر امنیتي سرتېرو او پولیسو سربېره سلګونه غیر نظامي مینه وال او د اردو نظامي ځواکونه د الله ج په کور کې د خلکو د خدمت لپاره پر دنده ګومارل شوي وو.
سرچینې زیاته کړې، د زیارت کوونکو او مشاعرو لپاره د لارو امکانات لکه خواړه، د څښاک اوبه، سیار روغتونونه، روغتیايي مرکزونه او نورې اړتیاړې برابرې شوې وې. موسسو، بنسټونو او بېلابېلو ټولنیزو ډلو حاجیانو ته په ښه توګه خدمتونه د وړاندې کولو هڅې کړې وې.
د افغانستان د حج او اوقافو وزارت د معلوماتو پر اساس سږ کال د حج په مراسمو کې ۲۹زره او ۶۹۹ حاجیانو ګډون درلود چې د هېواد له څلورو زونونو څخه د ۱۰۸ پروازونو په نتیجه کې سعودي عربستان ته لېږدول شوي وو.
د افغانستان د حج او اوقافو وزارت وايي، د ستونزو سره سره په ټولیز ډول د سږ کال د حج پروسه په عمرو او مشاعرو، خوړو، ترانسپورټ، روغتیایي خدمتونه، د خبري پوښښ، ښه راغلاست، ټکټ او د پروازونو سیستم د کیفیت او کمیت له مخې په ښه ډول ترسره شو چې بریالی ارزول کېږي ځکه افغان حاجیان په سعودي عربستان کې د پاتې کېدو پر وخت له کومې جدي ستونزې سره نه دي مخ شوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن