کابل (پژواک، ٤ وږى ٩٧): ولسمشر اشرف غني د ملي دفاع او کورنيو چارو وزيرانو او د ملي امنيت د رييس استعفاوې نه دي منلي.
د ولسمشر وياند هارون چخانسوري د وږي په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي دفاع وزير جنرال طارق بهرامي، د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک او د ملي امنيت رييس معصوم ستانکزي ولسمشر اشرف غني ته خپلې استعفاوې وړاندې کړې وې.
هغه زياته کړه چې ولسمشر د دغو چارواکو استعفاوې رد کړې او ترې ویې غوښتل چې خپلو دندو ته دوام ورکړي.
د چخانسوري په وينا، دغه راز ولسمشر دوى ته د امنيتي وضعیت د ښه والي په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
د يادونې ده، پرون د ملي امنيت د سلاکار حنيف اتمر له استعفا وروسته داسې اوازې وې چې ولسمشر له يادو درېيو چارواکو هم د استعفا کولو غوښتنه کړې ده.
د ارګ سرچينو ويلي چې د اختر په لومړۍ ورځ پر کابل او د غزني ښار تر بريدونو وروسته ولسمشر له یادو چارواکو د استعفا غوښتنه کړې ده.
login or register a new account.