اسعد اباد (پژواک، ٦ وږى ٩٧) : په کونړ ولايت کې د چاودنې له امله درې ملکي وګړي وژل شوي او ١٦ نور ټپيان دي.
د کونړ دامنيه قوماندانۍ وياند فريد الله دهقان د وږي په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن تر غرمې مخکې په شاوخوا يوولسو بجو د شيګل ولسوالۍ د هلالزو په سيمه کې د ملکي وګړو پر يوه ډاټسن موټر دسړک د غاړې ماين چاودنه شوې.
هغه زياته کړه، په دغه چاودنه کې درې تنه وژل شوي او ١٦ نور ټپيان دي چې په ټپيانو کې درې مېرمنې هم شاملې دي.
دهقان وايي، ياد کسان د ولايت له مرکز اسعداباد څخه شيګل ولسوالۍ ته روان وو چې په لاره کې پرې چاودنه وشوه.
د نوموړي په وينا، ماين د هېواد ددښمنانو له خوا ځاى پر ځاى شوى و.
د کونړ د عامې روغتيا رييس ډاکتر عزيز الرحمن ساپي پژواک ته وويل چې دوى ته دوه جسدونه او نهه ټپيان راوړل شوي او د ټپيانو حالت يې د ډاډ وړ وباله.
ددغې چاودنې مسووليت ترا وسه چا نه دى اخيستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن