کابل (پژواک، ۶ وږی ۹۷) ولسمشر اشرف غني دامریکا مرستیال ولسمشر مایک پینس سره پر راتلونکو ټاکنو خبرې کړې دي.
دولسمشر غني له رسمي ټویټر پاڼې څخه په خپور شوي ټویټ کې راغلي، چې په دغه ننني ټیلیفوني اړیکه کې دافغانستان او سولې اسیا په اړه د امریکا د ولسمشر ټرمپ پر اعلان شوې تګلارې بحث وشو
دغه راز ولسمشر ویلي چې له مایک پینس سره یې دافغانستان پر راتلونکو پارلماني او ولسمشریزو ټاکنو هم خبرې وکړې.
د هغه په وینا، دامریکا مرستیال ولسمشر له افغان حکومت او افغان امنیتي ځواکونو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
بلخوا په واشنګټن کې له سپينې ماڼۍ څخه هم په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ددې ټېلېفوني اړيکو پخلى شوى دى.
سرچينې زياته کړې، چې په دې اړيکه کې د سويلي اسيا پر ستراتيژۍ، افغان سولې پروسې، ټاکنو او اوږودمهاله لپاره د افغان حکومت پر اغېزمنتياخبرې وشوې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن