کابل (پژواک، ٧ وږى ٩٧): د امريکا د متحدو ايالتونو د دفاع وزير خصوصي نظامي شرکتونو ته د افغانستان د جګړې سپارلو راپورونه رد کړي دي.
د امريکا د دفاع وزير جيمز ميټس پرون په واشنګټن کې خبريالانو ته ويلي چې هېواد به يې هېڅکله په افغانستان کې خپله جګړه خصوصي کمپنیو ته ونه سپاري.
هغه زياته کړې، خصوصي کمپنۍ په افغان جګړه کې ګټورې نه دي او امريکا پر دې مسئله بحث ته اړتيا نه لري.
د دفاع وزير دغه راز ويلي چې امريکا خپل ملي ځواکونه افغانستان ته لېږلي، نو دا به معقوله خبره نه وي چې خصوصي کمپنیو ته دا جګړه وسپارل شي.
دا په داسې حال کې ده، په دې وروستيو کې داسې اوازې وې چې ګواکې سپينه ماڼۍ غواړي افغان جګړه بلک واټر نظامي خصوصي کمپنۍ ته وسپاري.
دغه نظريه تېر کال د بلک واټر نظامي شرکت د مسوول اريک پرينس له خوا وړاندې کړى شوې وه، چې بيا پرې تاوده بحثونه شوي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن