ژبه

يوه افغان په پاريس کې د چړې په ګوزارونو اووه کسان ټپيان کړي

کابل (پژواک، ١٩ وږى ٩٧): د راپورونو له مخې، يو افغان د فرانسې په پلازمېنه پاريس کې پر خلکو د چاقو ګوزارونه کړي او اووه کسان يې ټپي کړي دي.

د بهرنيو رسنيو د راپورونو له مخې، دا پېښه تېره شپه د پاريس ښار شمال ته په ١٩مه ناحيه کې رامنځته شوې ده.

د پاريس پوليسو رسنيو ته ويلي چې دغه کس د يوې سينما تر څنګ پر سړک ولاړ پر عامو خلکو باندې د چاقو ګوزارونه کړي چې د ښځو په ګډون یې ٧ کسان ټپيان کړي دي.

سرچينو ويلي چې د څلورو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى او په ټپيانو کې دوه برېتانوي سيلانيان هم شامل دي.

په راپور کې راغلي، پوليسو بريدګر نيولى او په لومړنيو پلټنو کې د هغه هويت افغان ثابت شوى دى.

د فرانسې پوليسو ويلي چې دا د ترهګرۍ پېښه نه ده.

د يادونې ده، تېره مياشت يوه افغان په هالنډ کې هم دوه امريکايان ټپيان کړي وو.

login or register a new account.