کابل (پژواک، ٢٤ وږى ٩٧) : افغانستان او پاکستان په لوړه کچه په بېلا بېلو برخو کې د همکاريو پر زياتولو او د عمل پلان پر عملي کولو خبرې وکړې.
د پاکستان نوي د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي په خپل لومړني بهرني سفير کې نن د وږي په ٢٤مه، له يوه لوړ پوړي پلاوي سره کابل ته راغى .
هغه په دې يوه ورځني سفر کې ولسمشر اشرف غني، اجراييه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله او د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني سره جلا جلا ليدنې وکړې.
له ارګ څخه پژواک ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر اشرف غني سره په کتنه کې د امنیت، په سیمه کې د سولې او ثبات، له تروریزم سره پر ګډې مبارزې، د افغانستان او پاکستان د عمل پلان په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو بحث او خبرې وشوې.
سرچينې زياته کړې، ولسمشر غني د افغانستان او پاکستان د عمل پلان ارزښت ته په اشارې وویل، دا هراړخیز پلان دی او موثریت به یې هغه مهال د پام وړ وي چې بشپړعملي شي.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دغه کتنه کې د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان د پرمختګ او د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت سولې پروسې څخه د پاکستان د ملاتړ په اړه د بحث ترڅنګ، د هغه پر هراړخیز تطبیق ټینګار وشو.
بلخوا د اجراييه رياست له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمد قريشي اجراييه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله سره په ليدنه کې په ډاګه کړه چې نوى حکومت يې له افغانستان سره ښې اړيکې غواړي.
سرچينې زياته کړې، ډاکټر عبدالله په پاکستان کې د پارلماني ټاکنو په ترسره کېدو او د نوي حکومت په رامنځته کېدو قريشي ته مبارکي ورکړه.
هغه هيله څرګنده کړه، چې د پاکستان نوي حکومت سره به ددواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې نورې هم پياوړې او په بېلا بېلو برخو کې يې همکارۍ زياتې شي.
قريشي په دې ليدنه کې ويلي، ددواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پياوړي کولو لپاره کابل ته راغلى دى.
هغه زياته کړه، دواړه هېوادونه له ننګونو سره مخ دي او هېواد يې چمتو دى چې د افغانستان د ثبات لپاره همکاري وکړي.
د يو بل خبر له مخې، د پاکستان د بهرنيو چارو وزير د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني سره په ليدنه کې د حسن نيت په اړه ليک او ٤٠ زره ټنه مرسته شوي غنم افغان لوري ته وسپارل.
login or register a new account.