کندوز ښار(پژواک،٨تله٩٧): د کندوز د ګاز او نفتي موادو رياست چارواکي وايي چې د زېرمو او نورم سټنډرډ ادارې د نشتون له امله په تېرو اووه کلونو کې د شېرخان بندر له لارې هېواد ته تېل نه دي وارد شوي.
د کندوز د ګاز او نفتي موادو سرپرست رييس اسدالله ابراهيمي د تلې په اتمه پژواک خبري اژاس ته وويل چې د ځينو ستونزو له امله شېرخان بندر له لارې تېل نه واردېږي.
ده وويل: (( نورم سټنډرډ په دې بندر کې د استازي دفتر نه لري او نه هم دلته زېرمه شته چې د شېرخان بندر له لارې تېل وارد شي، که چېرې دغه ستونزې رفع شي او تېل وارد شي، نو درې سوه کسانو ته به د کار زمينه هم برابره شي.))
د ابراهيمي د معلوماتو له مخې، شېرخان بندر کې د تېلو ١٨ زېرمې دي چې د کورنيو جګړو له امله لس يې ويجاړ شوې دي، که چېرې ورغول شي نو په دې ټولو زېرمو کې ٣،٦ ميليونه لېتره تېل ځاييږي.
دى وايي: (( پخوا د نورم او سټنډرډ ماشينونه موږ سره و، خو کله چې د نورم سټنډرډ اداره جوړه شوه، دغه ماشينونه يې له موږ څخه واخيستل چې له هغه وخته تر اوسه بيا تېل نه دي وارد شوي.))
دغه راز د اړوندې موضوع په اړه شېرخان بندر کې يو تن سوداګر فريدون همايوني پژواک ته وويل، چې که د نورم سټنډرډ او زېرمو ستونزې هوارې شي نو چمتو دي چې هېواد ته تېل وارد کړي.
ده زياته کړه: (( موږ د حيرتان بندر له لارې تېل واردو چې دا يو لوى مشکل دى، که چيرې شېرخان بندر کې ستونزې هوارې شي او موږ تېل وارد کړو هم تېل ژر رسېږي او هم يې قيمت کې کموالى راځي.))
دغه راز بل سوداګر حميدالله له حکومتي چارواکو څخه غوښتنه وکړه چې شېرخان بندر کې د تېلو د واردولو لپاره اسانتياوې رامنځته کړي.
دى وايي: (( سيمه ييز حکومتي چارواکي په دې برخه کې توجه نه کوي، زه له حکومتي مشرانو غواړم چې دغه مشکل حل کړي، ځکه په دې کار سره هم خلکو ته د کار زمينه برابرېږي او هم په هېواد کې تېل ارزانه کېږي.))
د اړوندې موضوع په اړه د نورم سټنډرډ ادارې مطبوعاتي مسوول جمال الدين پژواک ته وويل چې په دې اړه څرګندونې نه کوي.
بل لورته د کندوز والي عبدالجبار نعيمي پژواک ته وويل چې هېواد ته د شېرخان بندر له لارې د تېلو د واردولو لپاره جدي هلې ځلې کوي.
نعيمي وايي، اړوند ادارو ته لارښوونه کوي چې شېرخان بندر کې د تېلو د واردولو لپاره د زېرمو او نورم سټنډرډ په برخه کې شته ستونزې هوارې کړي.
login or register a new account.