کابل (پژواک ١١ تله ٩٧): د سيمه ييزو ارګانونو مرستيال وايي، له تېرو دوو کالو راهيسې په بېلابېلو برخو کې د هېواد ښاروالۍ مخ په بره روانې دي او ورځ تر بلې یې چارې سمېږي.
د هېواد په کچه د ښاروالانو درېيم ملي کنفرانس په کابل کې وشو چې د افغانستان د ټولو ولايتونو د مرکزونو ښاروالانو په کې برخه اخيستې وه.
دغه درې ورځنی ملي کنفرانس د تېرې دوشنبې په ورځ په ارګ کې پيل شو او نن ماښام د کابل په کابل سټار هوټل کې پای ته ورسېده.
د سيمهييزو ارګانونو د ښارواليو چارو مرستيال عبدالباقي پوپل په دغه کنفرانس کې وويل، له تېرو دوو کالو راهيسې په بېلابېلو برخو کې د هېواد ښاروالۍ مخ په بره روانې دي او ورځ تر بلې یې چارې سمېږي.
نوموړي د ځمکو د غاصبانو پر ضد د ښاروالانو مبارزه، د ښاروالیو له خوا د عوایدو زیاتوالی او په ځينو ولايتونو کې د شنو ساحو او پارکونو جوړول د ښارولانو لویې لاسته راوړنې وبللې.
د سيمهييزو ارګانونو د خپرونو او عامه پوهاوي رييس او وياند سيد شاه سقيم پژواک خبري اژانس ته وويل، په تېره څه موده کې د هېواد اتيا سلنه ښارولان نوي مقرر شوي چې تقريبا ټول یې ځوانان او پېغلې دي.
ده زياته کړه، د راتلونکي کال لپاره د سيمهييزو ارګانونو د پلانونو په اړه اندونه او نظرونه شريکول، په چارو کې د همغږي زياتېدل، د ښاروالانو تر منځ پېژندګلوي او د ښاروالانو د لاسته راوړنو او ابتکارونو له يو بل سره شريکول د دغه ملي کنفرانس مهمې موخې وې.
د سقيم په خبره، د ښاري فرهنګ دودولو او ښاریانو ته په چارو کې د ونډې ورکولو په موخه، په ټولو ښاروالیو کې 648 سیمهییزې شوراګانې، 105 ګذر شوراګانې او 33 مشورتي شوراګانې جوړې شوې دي چې په خبره يې، دا په تېره لږه موده کې لويه لاسته راوړنه ده.
تر دې وړاندې هم په کابل کې د ښاروالانو دوه ملي کنفرانسونه جوړ شوي وو چې دويم هغه یې دوه کاله مخکې جوړ شوی و.
په تېرو کنفرانسونو کې هم ښاروالانو له يو بل سره طرحې، پلانونه او ستونزو ته د حل لارې شریکې کړې وې چې د سيمهييزو ارګانونو د ادارې په خبره، ښه پايله یې درلوده.
login or register a new account.