ژبه

له افغان مشرانو سره له ليدنو وروسته زلمى خليلزاد اسلام اباد ته رسېدلى

کابل (پژواک، ١٧ تله ٩٧): د افغانستان ولسمشر اشرف غني او نورو مشرانو تر ليدنو کتنو وروسته د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد اسلام اباد ته رسېدلى دى.

په اسلام اباد کې د امريکا سفارت له خوا د تلې په ١٧مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغان سولې او طالبان د خبرو اترو مېز ته د راوستلو په موخه زلمى خليلزاد به له پاکستاني مشرانو سره  هم وګوري.

سرچينې زياته کړې چې خليلزاد به د پاکستان له لومړي وزير عمران خان، د پوځ له مشر جنرال قمر باجوه او ځينو نورو سياسي مشرانو وويني.

بلخوا اسلام اباد ته له رسېدو سره سم زلمي خليلزاد په پاکستان کې د افغانستان له سفير ډاکتر عمر زاخېلوال سره ليدلي دي.

زاخېلوال په خپله فېسبوک پاڼه کې ليکلي چې په دې ليدنه کې په افغانستان کې د امريکا او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر او په پاکستان کې د امريکا سفير پال جونز هم شتون درلود.

هغه زياته کړې چې په کتنه کې د سولې پر هلو ځلو، فرصتونو، ننګونو او د سولې پروسې پر ګڼو ابعادو او راتلونکو ګامونو مفصلې خبرې وشوې.

login or register a new account.