ژبه

د اوبو لګولو او دویم خان اباد د برېښنا د تولید پروژې تړون لاسلیک شو

 

کابل (پژواک، ٢٢ تله ٩٧): د برېښنا او اوبو لګولو وزارت او د لینکو انفراتیک هندي شرکت ترمنځ د اوبو لګولو او دویم خان اباد د برېښنا د تولید پروژې تړون لاسلیک شو.

له ارګه د تلې په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په همدې مناسبت مراسمو کې چې نن له غرمې مخکې په دلګشا ماڼۍ کې جوړ نیول شوي وو، ولسمشر اشرف غني، د کابينې وزيرانو، د ولسي جرګې غړو، د کندوز والي او نورو چارواکو شتون درلود.

په خبرپاڼـه کې راغلي، یاد تړون د انرژۍ او اوبو وزارت د سرپرست محمدګل خُلمي او د لینکو انفراتیک هندي شرکت د استازي احمدفرزاد ترمنځ لاسلیلک شو.

سرچينه وايي، د اوبو لګولو او د دویم خان اباد د برېښنا تولید پروژه د کندوز ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې موقعیت لري، موخه یې د خان اباد ولسوالۍ د اوبو لګولو سیستم انکشاف او د برېښنا تولید دی او د ۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت جوړېږي چې د ۱۰،۴ مېګاواټه برېښنا پر تولید سربېره ۴۷۰۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه هم اوبه کوي او د کندوز ښار ۱۸زره کورنۍ به په مستقیم ډول ور څخه ګټه واخلي.

login or register a new account.