ژبه

الکوزى شرکت مخابراتو سکټور کې ٣٠٠ ميليونه ډالره پانګونه کوي

کابل (پژواک، ٣ لړم ٩٧): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وايي چې د الکوزي شرکتونو ګروپ د وصل ټيلېکام شرکت په اخیستلو سره د مخابراتو سکټور برخه کې ۳۰۰ ميليونه ډالره پانګونه کوي.

د مخابراتو وزارت له خوا پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د وصل ټيلېکام خصوصي مخابراتي شرکت د مالکيت د انتقال او پلور طرحه د اقتصاد په عالي شورا غونډه کې په پرنسيپ کې منظور شوه.

سرچينې زياته کړې، د ماليې وزارت سرپرست او د زیربناوو په چارو کې د جمهوري رياست د ستر سلاکار محمد همايون قيومي په مشرۍ د اقتصادي عالي شورا په غونډه کې چې پرون جوړه شوې وه، په ځانګړې توګه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر شهزاد اريوبي هم شتون درلود.

په خبرپاڼه کې راغلي، وصل ټيلېکام مخابراتي شرکت چې د CDMA   خدماتو د جواز درلودونکی دی، له رامنځته کېدو سره سم د فني او تخنيکي ستونزو سره لاس او ګرېوان و او ويې نه شو کولی د ورځې د ټکنالوجۍ سره خپل فعاليتونه عیار کړي او د خپلو نږدې ۱۰۰۰۰۰  مشترکينو غوښتنې پوره کړي.

له همدې کبله يې ورځ تر بلې مشترکين په کمېدو شوو چې اوس دغه شمېر ۱۲۰۰۰ ته را ښکته شوی دی.

سرچينې زياته کړې، د وصل ټيلېکام خصوصي مخابراتي شرکت د خپل فعاليت د کلونو په اوږدو کې سربېره پر دې چې خپل مالياتي پورونه يې نه دي تصفيه کړي، بلکې د نورو خصوصي شرکتونو او دولتي بنسټونو پورونه هم ورباندې پاتې دي.

په خبرپاڼه که زياته شوې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هڅو په پايله کې او د وصل تيلېکام خصوصي مخابراتي شرکت ته د افغانستان د اسلامي جمهوريت د عالي مقام ۵۴۷ مورخ ۱۳۹۷/۳/۲۳ او ۵۵۴ مورخ ۱۳۹۷/۰۳/۲۸  د فرمان پر اساس ۶۰ ورځې وخت ورکول شوی و چې خپلې ستونزې حل او پورونه تصفيه کړي. مګر دغه شرکت نه یواځې خپل پورونه تصفيه نه کړل، بلکې ونه توانېد چې د شرکت ستونزې له منځه يوسي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د وصل ټيلېکام خصوصي مخابراتي شرکت د ستونزو د حل په موخه او د دغه شرکت د پورونو د تصفيې په موخه د الکوزي شرکتونو د ګروپ او وصل ټيلېکام شرکت، د دغه شرکت د پلور په اړه هوکړې ته ورسېدل چې د الکوزي شرکتونو ګروپ به د ۳۰۰ ميليونه امریکايي ډالرو سره د وصل ټيلېکام مخابراتي شرکت پېري او ټول مالي ذمت او پورونه به د اصل قيمت څخه دولت او نورو ټولوهغو ادارو ته ورکول کېږي چې یاد شرکت يې پوروړی دی.

ټاکل شوې ده، د الکوزي شرکتونو ګروپ د وصل ټيلېکام اوسنۍ CDMA ټيکنالوجي د GSM ټکنالوجۍ ته واړوي او د عصر د بهترينې ټکنالوجۍ (4G / 3G)   په واردولو سره او رقابتي تعرفو په وړاندې کولو سره خپلو مشتريانو او هېوادوالو ته با کيفيته مخابراتي خدمات وړاندې کړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ډاډه دی چې په دې پانګونې سره به د کاري فرصتونو پیدا کېدلو تر څنګ خلکو ته د عصري او با کيفيته خدماتو وړاندې کولو په برخه کې مثبت بدلون راشي.

login or register a new account.