ژبه

په کندهار کې د ولسي جرګې ټاکنې له کومې امنیتي ستونزې پرته دوام لري

کابل (پژواک، ۵ لړم ۹۷): په کندهار ولایت کې د ولسي جرګې ټاکنې له کوم امنیتي مشکل پرته دوام لري او څه باندې ۱۵زره پولیس د کندهار ټاکنو امنیت خوندیتوب لپاره ګومارل شوي دي.

دا څرګندونې د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش، د سیمه ییزو ارګانونو ویاند سید شاه سقیم او د ټاکنو کمېسیون ویاند عبدالعزیز ابراهيمي نن (د لړم ۵مه) د حکومت د رسنیو په مرکز کې وکړې.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وویل چې په کندهارکې نن سهار اووه بجې په رسمي ډول ټاکنې پيل شوې، د پولیسو څه باندې ۱۵زره منسوبین د رایو ورکولو مرکزونو او محلونو او زیانمنونکو سیمو د امنیت خونديتوب لپاره د احضاراتو په حالت کې دي.

نوموړي زياته کړه چې د کندهار ښار او ولسوالیو کې تر اوسه امنیت خوندي دی او تر اوسه د مخالفینو له لوري کوم فعالیت نه دی ثبت شوی.

هغه وویل چې د ښځينه رایو ورکوونکو د پلټنې او لیکو منظمولو لپاره ۲۶۰ ښځې هم پر دندو ګومارل شوې دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند د معلوماتو له مخې، د ملي اردو ځواکونه د ملي امنیت له ځواکونو سره په همغږۍ له امنيتي پلان سره سم، په ځانګړو کمربندونو کې د کندهار ولایت د امنیت ټينګښت لپاره ځای پر ځای شوي دي.

په کندهارکې د ولسي جرګې ټاکنې له یوې اوونۍ ځنډ وروسته، د ښار په ګډون په ۱۵ ولسوالیو کې  د ۱۷۳ مرکزونو او ۱۱۱۲ محلونو په موجودیت کې نن سهار اووه بجې د رايه ورکوونکو پر مخ پرانیستل شول.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند عبدالعزیز ابراهيمي وويل چې د ولسي جرګې ۱۱ څوکیو لاس ته راوړلو لپاره ۱۱۱ تنه کاندید دي چې ۱۳ یې ښځې دي.

نوموړي زياته کړه چې د کندهار نن ورخې په ټاکنوکې ښځو هم په پراخه کچه ګډون کړی دی.

هغه وویل چې له نن سهار راهيسې د رایې ورکولو پر شرایطو برابرې ښخینه او نارینه رایه ورکونکي په اوږدو ليکو کې ولاړ دي څو د پام وړ کاندید ته رایه ورکړي.

د سيمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې وياند سیدشاه سقيم وويل چې د کندهار ولایت سرپرست والي د رايې ورکولو بهیرپه لومړيو شېبو کې د رایې ورکولو په یو مرکز کې خپله رایه وکاروله او د رایې ورکولو بهیر یې په رسمي ډول پيل کړ.

نوموړي وويل چې د کندهار ولایت اداره د ټاکنو خپلواک کمېسیون له چارواکو سره اړينه همغږي لري او په پراخه کچه خلک رایه ورکوي.

login or register a new account.