ژبه

“کراچۍ کې دافغان کونسلګرۍ د يوه کارکوونکي د پيدا کولو لپاره هڅې ګړندۍ شوي “

کابل (پژواک، ٩ لړم ٩٧): پاکستان وايي چې په کراچۍ ښار کې د افغان کونسلګرۍ د يوه ځايي نادرکه شوي کارکوونکي د پيدا کولو لپاره يې هلې ځلې ګړندۍ کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني په کابل کې د پاکستان سفير زاهد نصرالله خان سره د ليدنې پر مهال له هغه څخه ددغه افغان کارکوونکي د پيدا کولو غوښتنه کړې وه.

په کابل کې د پاکستان سفارت له خوا د لړم په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په کراچۍ کې د افغان کونسلګرۍ سيمه ييز کارکوونکي اخوند خېل د پيدا کولو لپاره هلې ځلې کوي.

سرچينې زياته کړې، اخوند خېل د ٢٠١٧ زېـږديز کال د مۍ په مياشت کې کويټې ته پر لاره نادرکه شوى و.

سفارت ويلي، د پاکستان امنيتي ځواکونو ډېرې هلې ځلې کړې، خو تر اوسه د اخوند خېل کوم څرک يې نه پيدا کړى او په دې اړه يې خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي.

دغه راز سرچينې ويلي، پرون له رباني سره په ليدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د (عمل پلان) د بلې ناستې پر اجنـډا هم خبرې وشوې.

login or register a new account.