Language

ښرنه(پژواک، ١٢ لړم٩٧): ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د يو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ پکتيکا ولايت ته رسېدلى دى.

ولسمشر محمد اشرف غني پکتيکا ته په رسېدو سره د دغه ولايت د مقام لپاره جوړه شوې نوې ودانۍ پرانيستله.

دغه ودانۍ په ١٣ميليونه افغانۍ په دوو پوړونو کې په اساسي او معياري ډول جوړه شوې ده.

ټاکل شوې ده چې ولسمشر محمد غني د دغه سفر په ترڅ کې د دې ولايت له پوځي او ملکي چارواکو سره بېلابېلې ناستې ولري.

د يادونې ده چې ولسمشر به له غرمې وروسته د خلکو يوې لويې غونډې ته وينا هم وکړي.

په دې اړه به نور جزييات وروسته خپاره شي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.