ژبه

اکرم خپلواک استعفى وکړه

کابل (پژواک، ١٦ لړم ٩٧): په سياسي چارو کې د ولسمشر سلاکار او د سولې عالي شورا د دارالانشاء رييس ډاکټر اکرم خپلواک له خپلې دندې استعفى وکړه.

نوموړي د لړم په ١٦مه په خپله استعفى پاڼه کې ليکلي چې نن يې د کابينې په غونډه کې په رسمي توګه ولسمشر غني ته خپله استعفى وړاندې کړه.

هغه زياته کړه چې د ولسمشر له خوا يې استعفى منظوره شوه او له هغه يې په دې برخه کې مننه هم کړې ده.

خپلواک ويلي: ((له رسمي ماموریت ور هاخوا  زما تعهد او ملاتړ به د سولې په شمول په ټولو ملي برنامو کې له ولسمشر، خلکو او نظام سره د تل په څېر وي ))

په دې وروستيو کې په ټولنيزو شبکو کې د هغه د استعفى اوازې وې او ويل کېږي چې له ولسمشر غني سره يې اختلافات پيدا شوي دي.

د يادونې ده، خپلواک په سياسي چارو کې د ولسمشر سلاکار هم و، خو په دې وروستيو کې په دې برخه کې ډاکټر فضلي او ضياء الحق امرخېل هم سلاکاران ټاکل شوي وو.

بايد وويل شي چې د ولسمشرۍ ټاکنو له را نږدې کېدو سره تر اوسه ګڼ شمېر چارواکو استعفاوې ورکړې دي چې ډېرى يې د امنيت شورا غړي دي.

په دې کې د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر، مرستيالان يې، د بهرنيو چارو وزارت مرستيال حکمت کرزى او په هند کې افغان سفير شامل دي.

login or register a new account.