ژبه

طالبانو د سولې توافقاتو پلي کېدو لپاره د نړيوال تضمين غوښتنه وکړه

کابل (پژواک، ١٩ لړم ٩٧): طالب پلاوي د مسکو غونډې ته ويلي چې له تضمین پرته د سولې توافقاتو مادې په سمه توګه نه شي پلې کېدای؛ ځکه نو ملګري ملتونه،‌ لوی قوتونه، د اسلامي کنفرانس غړي او د اسانتیاوو برابروونکي هېوادونه باید د توافقاتو د عملي کېدو تضمین وکړي.

دغه څرګندونې د طالبانو د پلاوي مشر عباس ستانکزي د افغان سولې په اړه د روسيې په پلازمېنه مسکو کې پرون جوړه شوې غونډې ته کړې دي.

په دې غونډه کې چې د روسيې په نوښت جوړ شوى و، د طالبانو د قطر دفتر د پنځه کسيز پلاوي په ګډون د امريکا، پاکستان، ازبکستان او ايران په ګډون د ١٢ هېوادونو استازو ګډون کړی و.

نوموړي په خپله وينا کې په افغانستان کې د تېرو څلورو لسيزو جګړو او هغې د دوام عوامل بيان کړل او ويې ويل چې د دې ټولو ناخوالو بنسټيز لامل د بهرنيانو لاسوهنې او يرغلونه دي.

ستانکزي زياته کړه چې افغانانو د تاریخ په اوږدو کې د هر یرغل پر وړاندې خپلې مشروع دفاع ته مخه کړې او اوس هم دغه کار ته ادامه ورکوي.

هغه وويل چې امريکا په تشو بهانو افغانستان ته راغلې، يو جوړ نظام يې ړنګ کړ او افغانانو سوله ييز ژوند او امنیت يې په نا ارامیو بدل کړ او دا لړۍ اوس هم روانه ده.

د طالبانو د پلاوي مشر ويلي، سوله د هرې ټولنې لومړۍ اړتیا ده، په تېره بیا د مظلومو افغانانو تر ټولو مهمه غوښتنه ده، له سولې پرته ارام ژوند او اقتصادي، تعلیمي، فرهنګي، اجتماعي او سیاسي پرمختګ ناشونی دی.

د هغه په وينا، یواځې په سوله کې ولسونو او هېوادونو پرمختګ کړی، خو سوله یوازې په ویناوو او شعارونو منځ ته نه راځي، لکه په تېره یوه نیمه لسیزه کې چې د پروژې په توګه استفاده ترې شوې ده، بلکې کلکې ارادې او ښکاره عمل ته اړتیا لري، هر چېرې چې له ولسونو څخه د ازادۍ حق واخیستل شي، ظاهره ده چې هلته به سوله له منځه ځي او ځای به یې جنګونه او جګړې نیسي.

ستانکزي ويلي، جنګ پر طالبانو او افغان ولس تپل شوی دی؛ ځکه چې په هېواد کې یې بهرنيان مېشت دي او دوى خپلواک نظام له منځه وړی، نو تر ټولو د مخه باید هغه عوامل له منځه ولاړ شي چې په افغانستان کې د سولې له منځه تګ او د جګړې د دوام باعث ګرځېدلي دي.

هغه د سولې لپاره د ځينو مقدماتي اقداماتو غوښتنه وکړه او ويې ويل، مخکې له دې چې د سولې خبرې پیل شي، باید ځیني مقدماتي ګامونه پورته شي چې هغه د سولې لپاره ضروري دي او د اعتماد سازۍ برخه ده .

نوموړي وويل، د سولې پروسه او تور لېست دوه متضاد مفاهیم دي چې یو له بل سره اړخ نه لګوي؛ نو په کار ده چې دغه بې بنیاده تور لېست او د جایزې لېست چې د خپلو ګټو لپاره د فشار په توګه کارول کېږي، ختم شي، څو د طالبانو استازي وکولای شي پرته له ستونزو د سولې اړوند خبرو کې په بېلابېلو ځایونو کې برخه واخلي.

هغه وايي، دا هم ضروري ده چې د سولې دواړه خواوې په ازاده فضا کې چې د دوی طبیعي حق دی او له هر ډول فشار پرته د سولې پروسه پر مخ بوځي، نه دا چې یو لوری په تور لېست کې وي او بل لوری ازادي ولري، دغه بې انډوله پروسه نه پر مخ تلی شي او نه مطلوبه نتیجه ورکوي.

login or register a new account.