کابل (پژواک، ٢١ لړم ٩٧): د وسله والو طالبانو مالي مسوول ملا عبدالصمد ثاني د پاکستان له زندانه خوشې شوى دى.
طالبانو ته يوې نږدې سرچينې د لړم په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ملا ثاني د طالبانو د پخواني مشر ملا منصور تر وژل کېدو وروسته شاوخوا دوه کاله مخکې د پاکستاني ځواکونو له خوا په کوېټه ښار کې نيول شوى و.
سرچينې زياته کړې چې هغه نن بېرته خوشې او په کوېټه کې له خپلې کورنۍ سره يو ځاى شوى دى.
د يادې سرچينې د معلوماتو له مخې، ملا عبدالصمد ثاني د طالبانو د واکمنۍ په لومړيو کې د کندهار د بانک رييس او ورپسې د کندهار د امنيې قوماندان په توګه دنده ترسره کړې وه.
سرچينه وايي چې هغه د طالبانو تر تحريک مخکې د مولوي محمد نبي او مولوي خالص په جهادي ګوندونو کې فعاليت کړى و.
ياده سرچينه زياتوي چې هغه په دې وروستيو کې د طالبانو د مالي چارو د مسوول په توګه دنده ترسره کوله چې د امريکا په غوښتنه د پاکستان له خوا ونيول شو.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، څه موده مخکې پاکستان د طالبانو د مرستيال ملا برادر په ګډون درې نور مهم طالبان هم خوشې کړې وو.
login or register a new account.