ښرنه (پژواک، ٢٤ لړم ٩٧): د پکتيکا د ګيان ولسوالۍ قومي مشرانو د يوې اعتراضي غونډې په ترڅ کې وويل چې حکومت بايد د هغو هوايي بريدونو مخه ونيسي چې په کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.
شاوخوا دوه اوونۍ مخکې په ګيان ولسوالۍ کې د هوايي بريدونو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٢ ملکي وګړي ووژل شول او ١٢ نور ټپيان شول.
د يادې موضوع په غبرګون کې د ګيان ولسوالۍ قومي مشرانو نن د پکتیکا په مرکز ښرنه کې اعتراضي غونډه جوړه کړې وه.
د دغو قومي مشرانو په استازيتوب صدو خان وويل چې حکومت بايد د هغو هوايي بريدونو مخه ونيسي چې له امله یې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.
ده وويل: ((څو ورځې وړاندې په بازار او شاوخوا سيمو کې بمبار وشو چې له امله يې عام وګړي ووژل شول او ځيني نور ټپيان شول.))
نوموړي زياته کړه چې د جګړې ښکېلې خواوې بايد د جګړې پر مهال د عامو خلکو ژوند ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
همدارنګه د ګيان ولسوالۍ د مرکزي لېسې امر رقيب وويل چې په وروستيو کې هوايي بريدونو خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.
دى وايي: ((موږ د دې ډول بمباريو مخنيوى غواړو، بهرني ځواکونه دې وسله وال په نښه کړي، نه عام وګړي.))
د رقيب په وينا، د سيمې ځينو خلکو د دې ډول بمباريو له امله خپل کورونه پرېیښي او نورو سيمو ته کډه شوي دي.
دغه راز په دې غونډه کې د پکتيکا ولايتي شورا غړي عزيز عزيز وويل چې حکومت بايد د ملکي خلکو د ژوند ژغورنې لپاره اړينې هلې ځلې وکړي.
عزيزي زياتوي: ((که دغه ډول بمبارۍ ادامه پيدا کړي، نو د خلکو او دولت ترمنځ به لوى واټن رامنځته کړي.))
د دغو خلکو د څرګندونو په اړه د پکتيکا مرستيال والي شېر بادشاه اورګوني وويل چې د دغه ډول عملياتو پلانونه په کابل کې جوړېږي او سيمه ييزو چارواکو ته يې په اړه معلومات نه ورکول کېږي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP