کابل (پژواک، ٢٦ لړم ٩٧): د ملي دفاع وزارت وايي، څو پورې چې سوله راځي، د افغانستان دفاعي او امنيتي ځوکونو له خوا به پراخ يرغليز عمليات ادامه لري.
دغه څرګندونې د ملي دفاع وزارت وياند جاوېد احمد غفور د لړم په ٢٦مه، د حکومت د رسنيو مرکز کې خبري غونـډې ته وکړې.
نوموړي زياته کړه، د حکومت د ملي امنيت شورا له خوا په ټول هېواد کې د پراخو يرغليزو عملياتو د پيلولو سپارښتنه شوې ده.
د ده په وينا، څو پورې چې سوله راځي، د هېواد د ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو له لوري به پراخ يرغليز عمليات ادامه ولري.
نوموړي وويل، د غزني په مالستان او جاغوريو ولسواليو کې پيل شوي عمليات ښه روان دي او ډېرې لاسته راوړنې لري.
هغه وايي، د جاغوريو ولسوالۍ په عملياتو کې پرمختګونه شوي، د هېواد لوى درستيز د دې عملياتو مشري په غاړه لري او ګڼ شمېر کلي له وسله والو مخالفينو پاک شوي دي.
د دفاع وزارت وياند د فراه ولايت د ناامنيو په اړه وويل، چې د ظفر قول اردو قوماندان هلته تللى، ترڅو د وضعيت په اړه هر اړخيزه څېړنه وکړي.
د نوموړي په وينا، د هغه له خوا د ترسره شوې څېړنې په رڼا کې به په ياد ولايت کې پراخ عمليات پيل شي.
د يادونې وړ ده چې له تېرو څو ورځو راهيسې په فراه ولايت کې تر سلو زياتو امنيتي سرتېرو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
د ملي دفاع وزارت د ننګرهار په اړه وويل، چې په خوږياڼو، نازيانو او اچين و لسواليو کې پراخ عمليات ادامه لري او هلته دداعش تر ٥٠ زيات وسله وال وژل شوي دي.