ژبه

دکابل د میلاد النبي غونډه کې ځانمرګی برید ٥٠ تنه ووژل او ٧٢ یې ټپي کړي

کابل (پژواک، ۳۰ لړم ۹۷) : د کابل ښار په یوه هوټل کې د میلاد النبي ص د نمانځلو په مراسمو کې ځانمرګی برید شو، چې له امله یې ١٢٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې د ه. د اور

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وایي، چې دا ځانمرګی برید نن تر ماښام وروسته د کابل هوایي ډګر پر ۸۰ متره سړک داورانوس په نامه د ودونو په یوه لوی هوټل کې شوی دی.

هغه زیاته کړه، چې په دې پيښه کې تر ۷۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

بلخوا د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکتر وحید مجروح وایي، چې تر اوسه د کابل ښار بیلا بیلو روغتونونو ته ٥٠ جسدونه او تر ٧٢ زیات ټپیان ور وړل شوی دي.

هغه پژواک ته وویل، چې  تر ۲۰ زیاتو ټپیانو روغتیایي حالت داندیښنې وړ ښودل شوی او کیدای شمیره لوړه شی.

وسله والو طالبانو په دې  برید کې لاس لرل رد کړی ، خو بلې ډلې تر اوسه یې مسوولیت نه دی اخیستی.

په یاد هوټل کې د میلاد النبي په مناسبت یوه غونډه روانه وه، جې پکې د علماوو ترڅنګ ګڼ شمیر کسانو ګډون کړي وو. دغه غونډه د کابل د جامعه الاحناف لخوا رابلل شوې وه.

ولسمشر اشرف غنی او اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله دا برید به کلکه غندلی دی.

login or register a new account.

ورته موضوع