ژبه

ارګ : د موقت حکومت جوړېدل د ملي ځواکونو د له منځه وړلو هڅه او ملي خيانت دى

کابل (پژواک، ٣٠ لړم ٩٧) :ولسمشرۍ ماڼۍ يو ځل بيا د موقت حکومت اوازې رد کړې او وايي، د موقتې ادارې وړانديز که د هر چا له خوا مطرح شي، د افغانستان د ملي ځواکونو د له منځه وړولو هڅه او ملي خيانت بلل کېږي.

د ولسمشر ستر سلاکار ډاکتر فضل محمد فضلي دغه څرګندونې د لړم په ٣٠مه، په ټولنيزه شبکې فيسبوک په خپل يو پوسټ کې کړې دي.

هغه زياته کړې، په دې وروستيو کې په ډله ييزو او خواله رسنیو کې د سولې په اړه د امریکا له ادرسه بېلابېلې اوازې خپرې شوې دي.

د فضلي په وينا، په دغو کې يوه هم د احتمالي موقت حکومت د جوړېدو اوازه ده. دغې اوازې ته يو شمېر هغه سياسي نخبه ګان چې په ټولنه کې رېښه نه لري، په دې خاطر چې بیا مطرح شي، هوا ورکوي.

دى وايي په دې برخه کې د ولسمشر او حکومت دريځ روښانه دی.د افغانستان د سياسي برخلیک په اړه هره هڅه چې له صفره پیل شي، د "بينن سيوان" له طرحې سره معادل ګڼل کېږي چې له امله يې د افغانستان د سلګونو کلونو جوړه اډانه ړنګه او افغانان یې قرباني شول.

بينن سيوان د ملګرو ملتونو استازى و، چې دافغانستان د وخت له ولسمشر ډاکټر نجيب الله څخه يې په سوله ييزه توګه واک مجاهدينو ته د سپارلو طرحه جوړه کړې وه، خو دا طرحه د کورنيو جګړو له امله ناکامه شوه.

د ولسمشر سلاکار زياته کړې : ((موږ د ١٧ کلونو په اوږدو کې په ځانګړي ډول په وروستیو پنځو کلونو کې يو ځل بيا د خپل مستقل افغان وسله‌وال ځواک خاوندان شوي يو. د یو لړ نیمګړتیاوو سره سره افغان ملي وسله وال ځواک په مستقلانه توګه د ترهګرو او د وطن د دښمنانو په مقابل کې په زړورتیا مبارزه کوي. ))

فضلي ويلي، د موقتې ادارې وړانديز او تجويز که د هر چا له خوا مطرح شي، د افغانستان د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د له منځه وړولو هڅه او ملي خيانت بلل کېږي.

هغه وايي : (( موږ طالبانو ته د سولې په پروسه کې له قيد او شرط پرته د خبرو وړاندیز ځکه کړی چې حاضر يو په هېواد کې د سرتاسري سولې د تامین په خاطر د هغوی سختې پوښتنې واورو او ځواب ورته ولرو.))

د ده په وينا، که څه هم د موقتې ادارې د جوړولو اوازې خلیلزاد او په کابل کې د امریکا د سفیر په ګډون د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې رد کړې دي.

هغه زياته کړې : (( خو که دا اوازې رښتیا هم وي، موږ د يو مستقل دولت او نظام په توګه د هغه څه ملاتړ کوو چې دلته د نظام د قانوني دوام او لا ټینګښت باعث کېږي، هغه لاره موږ ته په هېڅ وجه د منلو نه ده چې له صفره پيل او نا معلوم برخلیک سره مو مخ کړي.))

login or register a new account.