ژبه

د ټاکنو کمیسیون د ولسي جرګې ټاکنو د پنځو نورو ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان کړې

کابل (پژواک، ۴ لیندۍ ۹۷) :  د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسي جرګې ټاکنو د پنځو نورو ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان کړې.

که څه هم ټاکل شوې وه، چې د ولسي جرګې ټاکنو لومړنۍ پایلې دوه اونۍ مخکې اعلان شوې وای، خو د ځینو سیمو د رایو د بیا شمیرنې له امله دا کار ځنډیدلی و.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس عبدالبدیع صیاد نن د لیندۍ په ۴مه، ماخوستن ناوخته په یوه خبري کنفرانس کې د پنځو ولایتونو پنجشنیر، زابل، لغمان، کاپیسا او نیمروز لومړنۍ پایلې اعلان کړې.

هغه زیاته کړه، چې  له لغمان ولایت څخه جنرال عبدالمنیر تره خیل، محمد رفیع مموزي، انجنیر محمد علم قرار او میرمن ذیفون صافۍ ډیرې رای اخیستي او بریالي شوي دي.

هغه زیاته کړه، چې، له کاپيسا ولايت څخه ولسي جرګې ته ميرداد نجرابي، حيدر افضلي ، اقبال صافی اوخديجه الهام، له پنجشير ولايت څخه زلمی نوري او راحله الهام، له نیمروز  ولایت څخه فریده حمیدي او ګل احمد نورزاد او له زابل ولايت څخه عبدالقادر قلاتوال، حميدالله توخي او زهرا توخي بریالی شوي دي.

صیاد وویل، چې دا لومړنۍ پایلې دي، کیداي شي په وروستیو پایلو کې پکې بدلون راشي.

د نوموړي په وینا، کوم نوماندان چې پاتې راغلي، هغوی کولی شي، په ۴۸ ساعتونو کې خپل شکایتونه ثبت کړي.

دیادونې وړ ده، چې دوه ورځې مخکې د ټاکنو کمیسیون ددایکندي، بامیان، جوزجان، فراه او اروزګان و لایتونو پایلې هم اعلان کړې وې.

تر اوسه د لسو ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان شوې دي.

ورته موضوع