کابل (پژواک، ٧ لېندۍ ٩٧): اروپايي اتحاديې د جينوا کنفرانس پر مهال له افغانستان سره د ٥٠٠ ميليونه امريکايي ډالرو مرستې اعلان وکړ.
په کابل کې د اروپايي اتحاديې مطبوعاتي دفتر له خوا د لېندۍ په ٧مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه اعلان پرون د جينوا کنفرانس په څنډه کې د اتحاديې د نړيوالو همکاريو کمېشنر نوين نميکا وکړ.
سرچينې زياته کړې چې وروسته د افغانستان د ماليې وزير همايون قيومي او د نميکا ترمنځ د دې مرستې تړون هم لاسليک شو.
اروپايي اتحاديې ويلي چې د دغه تړون له مخې به دوى له افغانستان سره د ٤٧٤ ميليونه يورو (٥٠٠ ميليونه ډالر) مرسته کوي چې په ملکي سکتور کې د اصلاحاتو، روغتيا، عدلي او قضايي او ټاکنو په برخو کې لګول کېږي.
د اروپايي اتحاديې دغه کمېشنر ويلي چې اروپايي اتحاديه له افغانانو سره اوږه په اوږه ولاړه ده، څو د يوه ښه راتلونکي خاوندان شي.
د هغه په وينا، دا مرسته به په افغانستان کې له سولې او امنيت سره هم مرسته کوي.
اروپايي اتحاديې ويلي چې له يادو مرستو به يې ١١ ميليونه ډالر په ملکي برخه کې پر اصلاحاتو، ٣١ ميليونه يې په عدلي او قضايي برخه، روغتيا او خوړو برخو کې ٨٠ ميليونه، ١٥،٥ ميليونه به د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو او پاتې پيسې به نورو برخو کې ولګول شي.
login or register a new account.