ژبه

ټرمپ د پاکستان له لومړي وزيره په افغان سوله کې مرسته غوښتې

کابل (پژواک، ١٢ لېندۍ ٩٧): د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په يوه ليک کې د پاکستان له لومړي وزير عمران خان څخه په افغان سوله کې مرسته غوښتې ده.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، عمران خان دغه څرګندونې نن (د لېندۍ ١٢مه) د دغه هېواد د يو شمېر رسنيو له مشرانو سره په ليدنه کې کړې دي.

سرچينې زياته کړې چې ټرمپ عمران خان ته په استول شوي ليک کې له هغه غوښتي چې افغان طالبان د سولې خبرو اترو ته اماده کړي.

عمران خان ويلي چې د ولسمشر ټرمپ دغه ليک يې نن ترلاسه کړى او دا يې يو مثبت ګام بللى دى.

هغه زياته کړې چې د امريکا د ولسمشر ټرمپ د غوښتنې په ځواب کې به له هغوى سره بشپړه همکاري کوي.

د پاکستان لومړی وزير عمران وايي چې امريکا او پاکستان سره په اړيکو کې دي، په دې لړ کې په افغان سوله کې د امريکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد هم پاکستان ته روان دى.

ده ويلي، پاکستان په افغان سوله کې له اخلاصه ډکې هلې ځلې کوي.

د هغه په وينا، پاکستان به په افغانستان  سوله کې خپل مثبت رول ته ادامه ورکوي.

د يادونې ده، زلمى خليلزاد د پاکستان او افغانستان په ګډون د افغان سولې د هڅو په لړ کې د اتو هېوادونو پر درېيم سفر روان شوى دى.

login or register a new account.