ژبه

زلمى خليلزاد او د طالبانو پلاوى پاکستان ته رسېدلي

کابل (پژواک، ١٣ ليندۍ ٩٧) : د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد له پاکستاني چارواکو سره د خبرو اترو لپاره اسلام اباد ته رسېدلى دى.

بلخوا بريتانوۍ رسنۍ ټيليګراف خبر ورکړى چې د طالبانو د قطر دفتر اووه کسيز پلاوى هم د سولې په اړه د مشورو لپاره پاکستان ته تللى دى.

زلمى خليلزاد د افغان سولې لپاره د مشورو او خبرو اترو په موخه په خپل درېيم سفر روان شوى دى، دامريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې هغه به په دې سفر کې افغانستان،پاکستان،  روسيې، متحده عربي امارات، قطر، بلجيم، ازبکستان او ترکمنستان ته  لاړ شي.

پاکستانيو رسنيو خبر ورکړى چې زلمى خليلزاد نن سهار له خپل څلور کسيز پلاوي سره په درې ورځني سفر اسلام اباد ته رسېدلى دى.

سرچينې زياته کړې، هغه به نن لومړى د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت  له چارواکو سره د افغان سولې په اړه خبرې وکړي.

د پاکستان د حکومت سرچينې ويلي، هغه به له  لومړي وزير عمران خان او د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي سره هم  وګوري .

بلخوا بريتانوۍ رسنۍ ټيليګراف خبر ورکړى چې د طالبانو د قطر دفتر اووه کسيز پلاوى هم د سولې په اړه د مشورو لپاره پاکستان ته تللى دى.

يادې رسنۍ د طالبانو د نږدې سرچينو په حواله ليکلي چې د قطر دفتر پلاوى به په پاکستان کې له خپلو مشرانو سره له امريکا سره ددرېيم پړاو خبرو اترو لپاره   مشورې وکړي.

خو سرچينې زياته کړې، دا لا نه ده معلومه چې د قطر ددفتر د مشر شېرمحمد عباس ستانکزي په مشرۍ دغه پلاوى به د طالبانو مشر ملا هبة الله سره نېغ په نېغه وګوري که نه.

طالبانو تر اوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د افغان سولې لپاره دغو هلو ځلو په داسې حال کې زور اخيستى، چې دامريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پاکستان له لومړي وزير عمران څخه په يوه ليک کې په دې برخه کې د مرستې او همکارۍ غوښتنه کړې ده.

login or register a new account.