کابل (پژواک، ١٣ لېندۍ ٩٧) : د افغانستان ددفاع وزارت او د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت وايي چې د بهرنيو ځواکونو له خوا په هرات کې ديوه افغان کومانډو سرتېري د وژلو په اړه يې څېړنې دوام لري.
د افغان ځواکونو يو کومانډو سرتېري د روان لمريز کال د تلې په ٣٠مه ( د اکتوبر په ٢٢مه) د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې د ناټو د چيک جمهوريت پر سرتېرو ډزې کړې وې او يو سرتېرى يې وژلى و.
راپورونه وايي چې د وحيدالله خان په نامه دغه افغان سرتېرى د امريکايي ځواکونو له خوا ژوندى نيول شوى او بيايې د چيک جمهوريت سرتېرو ته سپارلى و.
سرچينې ويلي، چې امريکايي او چيکي سرتېرو دغه افغان سرتېرى په وهو ډبلو لومړى سخت ټپي کړى و، چې وروسته يې د ټپونو له امله ساه ورکړې ده.
چيک جمهوريت په افغانستان کې ٢٣٠ سرتېري لري، چې په لوېديځ ولايت هرات کې له امريکايي ځواکونو سره يو ځاى مېشت دي.
د افغانستان ملي دفاع وزارت وياند جاويد غفور وايي چې د ملي دفاع وزير جنرال طارق شاه بهرامي په غوښتنه د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت د ياد افغان سرتېري د وژلو په اړه پلټنه پيل کړې دي.
هغه د ليندۍ په ١٣مه، پژواک اژانس ته وويل، کله چې دا پلټنې بشپړې شوې،پايلې به يې له رسنيو او ولس سره شريکې کړي.
په کابل کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت مطبوعاتي دفتر د ليندۍ په ١٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ناټو او امريکايي ځواکونه د خپلو ځواکونو او منسوبينو له خوا د ناسم برخورد پېښې جدي نيسي.
سرچينې زياته کړې، په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو لوى قوماندان جنرال سکاټ مېلر د امريکا د پوځ د جرمي پلټنو له څانګې غوښتي، چې د يادې پېښې په اړه سمې پلټنې وکړي او د افغان سرتېري د وژل کېدو په اړه حقايق پيدا کړي.
د ناټو د غوڅ ملاتړ مطبوعاتي دفتر وايي، ياده پېښه اوس هم تر پلټنو او څېړنو لاندې ده او څوک چې په دې پېښه کې مقصر ثابت شو، هغه به ځواب ويونکى وي.
بلخوا د چيک جمهوريت د وسله والو ځواکونو قوماندان اليس اوپاټا او ددفاع وزير لوبومير مينترا پرون په يوه خبري کنفرانس کې د افغان سرتېري وحيد الله په وژلو کې کې د خپلو ځواکونو لاس لرل رد کړي دي.
تر دې مخکې امريکايي رسنيو ويلي وو ، چې د يادې پېښې په اړه څېړنې پيل شوې او ممکن امريکايي او چيکي سرتېري په دې پېښه کې د لاس لرلو په تور محاکمه شي.
login or register a new account.