کابل (پژواک، ٢٤ لېندۍ ٩٧): د پاکستان لومړي وزير عمران خان ويلي چې د افغان طالبانو او امريکا ترمنځ يې د سولې خبرو ته لاره هواره کړې ده.
عمران خان چې پرون يې په پېښور کې يوې غونډې ته وينا کوله، په ډاګه کړې ده چې د دوى په هڅو به د راتلونکې دوشنبې په ورځ د افغان طالبانو او امريکا ترمنځ پرېکنده مخامخ خبرې وشي.
نوموړي دغه خبرې اترې او پرمختګ د خپل حکومت لويه لاسته راوړنه بللې او پر دې خبرو اترو يې خوښي څرګنده کړې ده.
د پاکستان لومړي وزير ويلي چې پخوا به امريکا له پاکستانه د طالبانو پر ضد د جدي اقداماتو غوښتنې کولې، خو اوس له دوى غواړي چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو ته زمينه برابره کړي.
ده زياته کړې: ((زه تل دا وايم چې د افغان شخړې هواری د خبرو اترو له لارې ممکن دى.))
د عمران خان په وينا، که چېرې په افغانستان کې سوله او ثبات وي؛ نو د پېښور ښار به د مرکزي اسيا لپاره د سوداګرۍ پر مرکز بدل شي.
هغه وايي، هغه مهال چې امريکا په افغانستان کې خپلو عملياتو ته زور ورکړى و، نو ده د سولې د خبرو اترو غږ کړى و، اوس چې امريکا سوله غواړي نو دی د دغه دريځ ملاتړ دى.
د نوموړي په وينا، دوه ورځې وروسته د طالبانو او امريکا ترمنځ کېدونکې خبرې اترې به پرېکنده او پايلې لرونکې وي.
د يادونې ده، د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي تر دې مخکې دوه ځلې له طالب استازو سره په قطر کې خبرې اترې کړې دي.
هغه چې د افغان سولې په اړه په درېيم سفر راوتلى، تر اوسه پاکستان، افغانستان، ترکمنستان، ازبکستان او بلجيم ته سفرونه کړي دي.
ټاکل شوې ده چې نوموړى قطر او متحده عربي اماراتو ته هم ولاړ شي.
بلخوا ځينو سرچينو خبر ورکړى چې پاکستان خليلزاد ته ويلي چې اسلام اباد غواړي د طالبانو او امريکا ترمنځ د خبرو اترو کوربه توب وکړي.
login or register a new account.