کابل (پژواک ٢٦ ليندۍ ٩٧): د "نابغه خوشحال" په نوم څلور ورځنى علمي – څېړنيز سيمينار نن په کابل کې پيل شو.
د افغانستان د علومو اکاډمي سرپرست رييس څېړنوال دوکتور عبدالظاهر شکېب، پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه سيمينار چې د ولسمشر محمد اشرف غني په ځانګړې پاملرنې او د کابل پوهنتون او د علومو اکاډمي په ګډې همکارۍ ترسره کېږي، نن په کابل پوهنتون کې پيل شو چې د کورنيو پوهانو ترڅنګ د کرښې پورې غاړې ٢٧ پوهانو په کې ګډون کړى دى.
ده زياته کړه، د سيمينار په پرانيست غونډه کې د کابل پوهنتون رييس پوهنمل حميدالله فاروقي وينا وکړه او هم د کوټې اکاډمي، د پښتونخوا د پېښور پوهنتون اکاډمي، د ملاکنډ، باچا خان او ولي خان پوهنتونونو پيغامونه ولوستل شول.
د هغه په وينا، ياد شوي مېلمانه به سبا کندهار ته علمي سفر کوي او هلته به د دروېش دراني او طاهر افريدي په وياړ غونډه کې ګډون کوي، بيا هغوى بېرته کابل ته راستنېږي او د سيمنيار په درېيمه ورځ (د چهارشنبې ورځ، د ليندۍ ٢٨مه) به د علومو اکاډمۍ په تالار کې علمي ناسته ترسره شي.
دى وايي، د سيمينار اختتاميه غونډه به د پنجشنبې په ورځ ارګ کې د ولسمشر غني په ګډون ترسره شي.
شکيب زياتوي، د دې سيمينار په وياړ د خوشحال خان خټک د ديوان د خپل لاس ليکلې نسخې ترڅنګ ١١ کتابونه په کابو نهو زرو مخونو کې چاپ شوي او د سيمينار پر ګډونوالو به يې ووېشل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن