کابل (پژواک، ٢٧ لېندۍ ٩٧): ملګري ملتونه وايي چې د افغانستان د ولسي جرګې ټاکنو بې نظمۍ او ګډوډۍ په ولسمشريزو ټاکنو کې ورته د منلو وړ نه دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي او د يوناما مشر تداميچي ياماموتو دغه څرګندونې تېره شپه په نيويارک کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ځانګړې غونډې ته کړې دي.
د امنيت شورا د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي د څلور مياشتني راپور په اړه ځانګړې غونډه نيولې وه چې څو ورځې مخکې يې وړاندې کړى و.
هغه د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې د ګڼ شمېر افغانانو برخه اخيستل وستايل او ويې ويل چې افغانان د خپل راتلونکي برخليک په اړه په خپله پرېکړه کوي.
تداميچي وايي چې افغانانو له سختو امنيتي ننګونو سره سره په پراخه کچه ټـاکنو کې په برخې اخيستو سره له خپلو حقوقو دفاع وکړه.
نوموړي د افغانستان راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو په اړه وويل چې په دې اړه چمتووالى روان دى او افغانان به د خپل راتلونکي ولسمشر په اړه پرېکړه کوي.
د يوناما مشر د ټاکنو خپلواکو کمېسيونونو ته په ډاګه کړه چې د ولسي جرګې د ټاکنو تېروتنې او کمزورى مديريت دې په ولسمشريزو ټاکنو کې نه تکرارېږي.
هغه زياته کړه: ((د ټاکنو کمېسيونونه بايد تر و لسمشريزو ټاکنو خپلو کارونو کې ښه والى راولي، د ولسي جرګې ټاکنو بې نظمۍ او ګډوډۍ په ولسمشريزو ټاکنو کې د منلو وړ نه دي.))
تداميچي د افغانستان د سولې پروسې ته اشارې سره وويل چې په تېرو ١٧ کلونو کې د لومړي ځل لپاره سولې ته هيله مندي او چانسونه زيات شوي دي.
د هغه په وينا، په افغانستان کې د جګړې پاى ته رسولو او وينې تويېدنې د مخنيوي په موخه د سولې خبرې اترې روانې دي او هيله يې څرګنده کړې چې يوې ښې پايلې ته ورسېږي.
د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي له وسله والو طالبانو وغوښتل چې له افغان حکومت سره نېغ په نېغه خبرو ته کېني.
login or register a new account.