ژبه

محب: په سوله کې بايد دافغانانو پر قربانيو معامله ونه شي

کابل (پژواک، ٢٩ لېندۍ ٩٧): د افغانستان د ملي امنيت سلاکار وايي چې افغانان په بېړه د سولې تړون نه غواړي، په سوله کې بايد د افغانانو قربانۍ په نظر کې ونيول شي.

د ملي امنيت سلاکار ډاکتر حمدالله محب د لېندۍ په ٢٩مه په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي، د افغانستان خلک باید ډا‌ډه و اوسي، چې سوله د ټولو غوښتنه ده او دا هغه څه دي چې دوى ورته د رسېدو لپاره هڅه کوي.

هغه زياته کړې: ((د همدې هيلې لپاره افغان حکومت د سولې لپاره جدي هلې ځلې کوي او سوله راتلونکې ده.))

محب ليکلي د افغانستان خلک د تل پاتې سولې غوښتونکي دي، نه د داسې یوې معاملې چې د افغانانو قربانۍ له پامه وغورځوي. د سولې لپاره هڅې سټراټېژيک زغم او زړورتیا ته اړتیا لري، نه بې لارې بدلون ته.؛

محب په دې برخه کې په ځانګړې توګه له امريکا، سعودي او متحده عربي اماراتو د هغوى له وروستيو هڅو مننه کړې چې د افغان سولې لپاره يې کړې دي.

خو هغه زياته کړې: ((د سولې په اړه وروستۍ څرګندونې او حدس ځيني وخت ناسم لوري ته بيايي، د دې بايد سپيناوى وشي.))

د ملي امنيت سلاکار وايي، د افغان سولې په اړه ټولې هڅې جدي نيول کېږي، دا د نوي افغانستان يوه برخه ده، د امريکا په ګډون د ټولو نړيوالو همکارانو هڅې د ستايلو دي.

هغه زياته کړې: ((د امريکا او افغانستان اړيکې د دوه اړخيز امنيتي تړون له مخې چې د افغان ولس، لويې جرګې، مشرانو جرګې او ولسي جرګې  له خوا يې ملاتړ شوى، پر مخ وړل کېږي.

د نوموړي په وينا، د يوه خپلواک هېواد په توګه هېڅ بل هېواد او اشخاص  دا حق نه لري چې په افغانستان کې د يوه نوي حکومت پر پلان او ساختار  له چا سره خبرې وکړي او دغه کارونه د افغانستان د اساسي قانون خلاف دي.

حمدالله محب ويلي، د افغانستان د راتلونکې په اړه پرېکړه په خپله افغانان او د هغوى منتخب مشران کولى شي، د يوه منتخب حکومت بل بديل نشته.

ده زياته کړې: ((د افغانانو پر قربانيو هېڅ تړون نه کېږي.))

د يادونې ده، په دې وروستيو کې په متحده عربي اماراتو کې د افغان سولې په اړه څو ناستې شوې  دي.

login or register a new account.