ژبه

خليلزاد د خپلو وروستيو ناستو او ليدنو معلومات له افغان مشرانو سره شريک کړل

کابل (پژواک، ٢٩ لېندۍ ٩٧): د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په متحده عربي اماراتو کې د خپلو وروستيو ناستو او ليدنو کتنو معلومات له افغان مشرانو سره شريک کړل.

خليلزاد په اماراتو کې تر درې ورځنيو ناستو وروسته پرون مازديګر لومړى اسلام اباد ته ولاړ او د پاکستان د پوځ له مشر جنرال باجوه سره يې وليدل او بيا نېغ په نېغه کابل ته راغى.

هغه په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي چې پرون شپه يې په کابل کې له افغان مشرانو سره وليدل او د سولې په اړه د خپلو وروستيو ناستو او ليدنو کتنو معلومات ورسره شريک کړل.

نوموړي افغان مشرانو سره د خپلې ليدنې عکس هم خپور کړى چې په کې ولسمشر اشرف غني، اجرائيوي رييس ډاکتر عبدالله عبدالل ، د ملي امنيت سلاکار ډاکتر حمدالله محب، د امريکا سفير جان باس او په سياسي چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار ډاکتر فضل محمود فضلي ليدل کېږي.

خليلزاد ويلي چې د ده هلې ځلې د بين الافغاني مذاکراتو لپاره لاره هوارول دي.

هغه زياته کړې چې په کابل کې د افغانستان د مدني ټولنې، ځوانو مشرانو، سياسي مشرانو او نورو اړوندو کسانو سره به هم وګوري.

خليلزاد د اماراتو له ناستو مخکې، مسکو پاکستان، ازبکستان، ترکمنستان او بلجيم ته سفرونه کړي او د افغان سولې په اړه يې خبرې کړې دي.

دغه راز په دې وروستيو کې په متحده عربي اماراتو کې د افغان سولې په اړه څو ناستې شوې دي.

لومړۍ ناسته د افغانستان، امريکا، سعودي او متحده عربي اماراتو د ملي امنيت سلاکارنو په کچه شوې وه چې ډاکتر محب له يادې وروسته په نږدې راتلونکي کې سولې ته هيله مندي ښودلې وه.

دغه راز په دې دغه هېواد کې د امريکا او طالبانو نېغ په نېغه او بيا د سعودي، اماراتو او پاکستان په ګډون هم ناستې شوې دي.

د اماراتو د ناستو جزئيات نه دي په ډاګه شوي، خو طالبانو ويلي چې په دې خبرو کې تر اوسه يواځې د بهرنيو ځواکونو پر وتلو خبرې او ټينګار شوى دى.

خو بيا نورې سرچينې وايي چې په دې ناستو کې د مؤقت حکومت پر جوړېدو، شپږ مياشتني اوربند، د بنديانو پر خوشې کولو او د طالبانو د قطر دفتر ته رسميت ورکولو باندې خبرې شوې.

login or register a new account.