ژبه

خليلزاد: طالبانو سره د افغانستان پر سياسي راتلونکي يوه جمله خبره هم نه ده شوې

کابل (پژواک، ٢٩ لېندۍ ٩٧): د افغان سولې په تړاو د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد پر طالبانو نيوکه وکړه چې په اماراتو کې يې له افغان پلاوي سره ونه ليدل او په ډاګه يې کړه چې که هغوى سولې ته رښتيني وي، نو له افغان حکومت سره به خبرو ته کېني.

خليلزاد يو شمېر هېوادونو ته تر سفرونو او د متحده عربي اماراتو تر درې ورځنيو ناستو وروسته پرون کابل ته راغلى او افغان مشرانو ته يې د خپلو سفرونو په اړه معلومات ورکړل.

نوموړي نن (د ليندۍ ٢٩مه) مازديګر له اريانا تلويزيون سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې طالبانو د اماراتو په ناستو کې د بهرنيو ځواکونو پر وتلو ډېر تمرکز کاوه.

هغه زياته کړه چې په دې ناستو کې د افغانستان پر سياسي راتلونکي، د حکومت پر جوړښت، موقت حکومت، اساسي قانون کې بدلون او ټاکنو په اړه هېڅ ډول خبرې نه دې شوې.

خليلزاد پر طالبانو سخته نيوکه وکړه چې د اماراتو په ناستو کې يې له افغان پلاوي سره له ليدنې انکار وکړ او ويې ويل چې دغه کار به د طالبانو پر زيان تمام شي.

نوموړي په ډاګه کړه، که چېرې طالبان سولې ته رښتينې وي، نو بايد له افغان حکومت سره د سولې خبرو اترو ته کېني.

هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې د افغانستان راتلونکى سياسي جوړښت، حکومتي تشکيلات او نورې سياسي مسئلې په افغانانو پورې مربوط دي، دوى په کې کار نه لري.

خليلزاد په ډاګه کړه: ((له طالبانو سره په ناستو کې د افغانستان پر سياسي راتلونکى يوه جمله خبره هم نه ده شوې.))

د امريکا ځانګړي استازي د يوې پوښتنې په ځواب کې زياته کړه چې دوى به په افغانستان کې د طالبانو (اسلامي امارت) ملاتړ ونه کړي.

د هغه په وينا، طالبان هم په ليدنو کتنو کې وايي چې د سپټمبر له ۱۱مې مخکې حالاتو ته نه ځي، هغوى هم غواړي چې دا ٤٠ کلنه ستونزه هواره شي.

نوموړي پر طالبانو غږ وکړ چې بين الافغاني مذاکراتو ته کېني او متقابل احترام دې ولري.

خليلزاد د اوربند په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې دا د سعودي عربستان او اماراتو وړانديز و، خو د طالبانو استازو وويل چې په دې اړه له خپلو مشرانو سره خبرې کوي، دوى يې صلاحيت نه لري.

login or register a new account.