ژبه

ناټو : له افغانستان سره اوږود مهاله پوځي او مالي همکاريو ته ژمن يو

کابل (پژواک، ٣٠ ليندۍ ٩٧) : له افغانستان څخه د ممکنه امريکايي ځواکونو دوتلو په غبرګون کې ناټو وايي، چې افغان ملي امنيتي ځواکونه دومره پياوړې شوي چې له تېرو څلورو کلونو راهيسې يې د خپل ولس او هېواد امنيت پخپله ساتلى دى.

د بلجيم په پلازمينه بروکسل کې د ناټو سازمان وياندې مېرمن اووانا لنګيسکي د ليندۍ په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، چې دوى هم دامريکايي ځواکونو د ويستلو په اړه راپورونه اوريدلي، امريکايان بايد په دې اړه ځواب ورکړي.

خو هغې زياته کړه، چې افغان ملي امنيتي ځواکونه اوس دومره پياوړې شوي چې له تېرو څلورو کلونو راهيسې يې د خپل ولس او هېواد امنيت پخپله ساتلى دى.

نوموړې وايي : (( افغان ځواکونه با جراته، شجاع ، ژمن او ورځ تر بلې  د وړتياوو زياتېدونکي دي ، او د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو امنيت يې هم په ښه توګه نيولى و.))

ناټو زياتوي، د ناټو په مشرۍ د ٤١ هېوادونو ايتلافي ځواکونه د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت په چوکاټ کې د افغان ځواکونو روزنې، مشورې او همکارۍ ته ادامه ورکوي، خو په دې افغانستان کې د سولې لپاره حالات برابر شي.

مېرمن اووانا وويل، چې په روان زېږديز کال د ناټو سرمشريزې غونډې پر مهال ټولو رهبرانو موافقه وکړه، چې تر ٢٠٢٤ کاله پورې به د افغان ځواکونو مالي ملاتړ ته ادامه ورکوي،.

د هغې په وينا، دغه راز څو اونۍ د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې هم له افغانستان سره د اوږده مهاله مالي او پوځي همکاريو ژمنې تازه شوې.

د ناټو وياندې زياتوي : (( په افغانستان کې زموږ ماموريت دې لپاره دى، څو يقيني شي، چې دغه هېواد يو ځل بيا د نړيوالو ترهګرو ډلو پر خوندي مرکز بدل نه شي، چې بيا به زموږ هېوادونو ته ګواښ رامنځته کړي.

ورته موضوع